اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د محسن نقوي د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث تقرري د يو پراسس بشپړېدو څخه وروستو شوې ٬په دې اړه دالېكشن كمېشن پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي٬ د عمران خان امریکا ،اسټېبلشمنټ مخالف بيانيه ختمه شوې ٬ يوه بيانيه يۍ باتې ده چې اقتدار راكړې ۔ ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د دفاع وزير ووئيل محسن نقوي ته د پنجاب د لنډ مهاله وزيراعلی په حېث د سوګند په پورته كولو مباركي وركوم٬ د ده په نګرانۍ كښې به پنجاب كښې كه لوي څښتن ته منظور وي سپېځلې ټاكنې وشي۔ دغسې الېكشن كمېشن ته هم مباركي وركوم كوم چې د آئين له مخې پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د آئين له مخې پرېكړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان يوه ناكامه منصوبه ده كوم چې يو وارې بيا سياست ته راتلل غواړي۔ ده ووئيل كه په تاريخي توګه وكتلے شي نو عمران خان چې كله هم د قامي اسمبلۍ غړے جوړ شوے نو استعفي ئې وركړې ش۔ يو اړخ ته په 8 ٬ 8 چوكو ټاكنې كوي ٬ بيا استعفی وركوي او بيا ټاكنې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لنډ مهال وزيراعلی ټاكنه د يو پراسس بشپړېدو څخه وروستو شوې ځكه د الېكشن كمېشن دا پرېكړه په كوم هم فورم چېلنج كېدې نه شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا مهال د پاكستان يو انچ زمكه هم د ترهګرو تر ولقې لاندې نشته٬ زمونږ د ګاونډيانو خاوره بايد زمونږ په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل د تېرو 40 كالو راهسې پاكستان افغان وګړو لپاره د پناه ځاے پاتې شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ځايي حكومتونو ته بايد بشپړ اختيار وركړے شي او د زده كړو پشمول نورې څانګې دې هم ځايې حكومتونو سره پاتې كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Peshawar clean air alliance raises concern about health impacts of air pollution
-
Prove that Maryam owns apartments, IHC asks NAB
-
Leader of TLP Saad Hussain Rizvi released from Jail
-
Pearson kicks off English proficiency initiative in Pakistan
-
Year’s biggest robbery in Lahore
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
PM directs to accelerate clean air policy
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
Pakistani furniture has great potential in Chinese market
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
Ex-CJP’s leaked audio clip a ‘drama’: Imran