اسلام آباد 17جنوری (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي نړۍ د رنګ٬نسل او د ژبې د امتياز نه غېر په انسانيت اډانه اخلاقيات او يو نوې ورلډ آرډر ته اړتيا لري ٬چرته چې په زمكه د ټولو يو ډول قدر وي٬ټول دې يو برابر انسانان وګڼلے شي٬پرمختګ كونكي هېوادونه د ذاتي ګټې په پالېسو عمل كوي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز د سيوري لاندې دوهم نړيوال كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه٬د كوم سرخط چې سيكورټي ډائيلاګ ؤ ٬ده ووئيل د كار كولو روايتي طريقو نه علاوه د شخړيزو سيمو شخړو هوارولو ٬د هغې اثرات لرې كولو ٬رسنې او د حل كولو تګلارې په ګوته كولو له غېر روايتي انداز خپلولو ته اړتيا ده۔۔د موسمي بدلون له امله ټول جاندار او بې جانه څيزونه ځپلې شوي۔ده ووئيل د ماحولياتي توازن بحالولو ٬ د لوږې٬غذائي كمي څخه بچ كېدو لپاره زراعت كښې هم معنی لرونكې نړيوالې مرستې ته اړتيا ده۔ده په نړۍ كښې د شخړو مخ نيوي لپاره د روايتي او غېر روايتي مرستې په حاجت زور راوړولو سره ووئيل په دې لړ كښې خبرې اترې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده د كووېډ 19 وبائي رنځ په مهال نړيواله مرسته وستائېله۔د انسټي ټيوټ آف ريجنل اسټډيز صدر سفير نديم رياض د استقباليې خطبه كښې ووئيل انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز پخپل تحقيق د سوئېلي آسيا٬هند٬افغانستان٬ايران٬چين٬سيمه ايزې سلامتيا او سائبر سيكورټي ته پام لرنه كړې۔ده ووئيل د كنفرنس مقصد پالېسي جوړونكي په خاص توګه روايتي او غېر روايتي خدشات٬موسمي بدلون او د كوټلې امنيت سباؤن په څانګو كښې خبرتيا راپېدا كول دي
متعلقہ مضامین
-
Lawyers stage sit-in in IIOJK; demand return of martyrs’ bodies
-
Gilani terms interfaith harmony must for peace
-
Pakistan desires to maintain bilateral engagement with Bahrain: COAS
-
Governor for promoting book reading culture
-
Pakistan China Friendship Forum established
-
CS for action against illegal garbage dumping
-
Bails of Shahbaz, Hamza extended till December 11
-
Pakistan administers major decline in coronavirus deaths
-
No disputed remarks were made during Asma Jahangir Conference, claims Bhoon
-
Man killed, burnt on fire in Hafizabad
-
Judiciary will have to regain its status through ‘character’: Fazl
-
Funds being spent for minorities’ welfare: Buzdar