ملګري ملتونه 07 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د كورونا وائرس وبا او خوراك څيزونو په بيعو كښې د اضافې له امله نړيوال معيشت د رسيدلي اوسني زيان مخ نيوي لپاره دې واضحه تګلاره جوړه كړې شي كوم چې غريب هيوادونه په غير متناسب توګه ځپلې دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازې عامر خان د اقتصادي او مالي چارو په اړه د جنرل اسمبلۍ دوهمې كمېټۍ ميكرو اكنامك پاليسۍ او فنانسنګ فار ډويلپمنټ په اړه غونډه كښې د جي 77 او د چين چيئرمېن په حېثيت سره وئېلې دي د كورونا ويكسين په غير مساوي توګه وركولو او د ليكويډيټي سپورټ په شتمندو او په پرمختګ كوونكو هېوادونو د زيان غېر مساوي اثرات مرتب شوي٬ مالدارو هيوادونو ته 17 ټريلين ډالره ترلاسه شوي او د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره 100 بلين ډالر څخه هم كم بيل كړے شوي۔جي 77 او چين د ملګرو ملتونو رامخې ته كيدونكو هېوادونو كښې د ټولو نه لوي بين الحكومتي ګروپ دے او پاكستان دا مهال د دې ګروپ چيئرمېن دے د كومو غړو هېوادونو شمېره چې دا مهال 134 ده۔پاكستاني استازي ووئيل جي 77 د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل او نورو لخوا غريبو او خطرې سره د مخ كيدونكو هيوادونو خراب حالات كښې ښه والي لپاره د كړو هڅو غندنه كړې ځكه چې په دې هيوادونو كښې په ايمرجنسي ډويلپمنټ قابو موندولو لپاره كوم ښكاره روډ ميپ نه دې جوړ كړے شوے۔ده ووئيل په دې لړ كښې جي 77 د تل پتې پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره د خاص اقداماتو نشاندهي كړې كومو كښې چې د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د پرمختيائي اهداف اندازې پشمول د نوې سپيشل ډرائنګ رائتس(ايس ډي آرز)تخليق او غېر استعمال شوي ايس ډي آرز بيا تقسيم٬ د جي 20 شريك فريم ورك او دوه اړخيزه انتظامات موثر اپرېشن د لارې نزدې د 60 پرمختګ كوونكو هيوادونو د قرضونو ابتدائي حل٬د ماحولياتي بدلون مخ نيوي د 27م كنفرنس پلو لږ تر لږه 100 بلين ډالر ماحولياتي مرسته وركول چې پكښې نيمه برخه د موافقت لپاره بيله كړې شوې ٬ د كريډټ ريتنګ ايجنسو د كردار جائزه اخستو٬د خطرې د تشخيص ميكانزم جوړولو او د وبائي رنح مخ نيوي لپاره په اقدامات غور كول٬پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې معياري٬د باور وړ٬پائيدار او لچكدار انفراسټركچر كښې هر كال تر يو ټريلين ډالر د سرمايه كارۍ متحرك كولو لپاره هڅې٬په يو منصفانه او جامع ټيكس نظام خبرې اترې كومې چې د بين الحكومتي عمل د لارې وي شاملې دي
متعلقہ مضامین
-
Women’s participation must to complete a society: Elahi
-
Bail plea of suspects rejected in Lahore’s rickshaw harassment case
-
EU pushes for UN rights rapporteur to monitor Afghanistan
-
Chaudhry Zahoor Elahi remembered on 40th death anniversary
-
Public Health experts in Pakistan introduced to Systems Thinking
-
UN and Afghan Taliban, figuring out how to interact
-
HEC, LUMS hold consultation workshop on twinning of varsities
-
ISPR DG condoles demise of oldest veteran soldier of Pakistan Army
-
Zameen.com organises event for Dundas Tower’s launch
-
Istanbul, Turkey hosting first Pakistan Tech Summit 2021
-
NCOC reports 1,560 new COVID-19 cases, 52 deaths in 24 hours
-
Fire breaks out in Karachi Church