ننكانه صاحب 11 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند كښې د هټلر په طرز حكومت دے او پاكستان اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے۔ ده دا خبرې په ننكانه صاحب كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې دستوره كښې د سكهانو٬ مسيحانو او د هندوانو مشرانو پشمول ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې په بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو ظلمونه د غندنې وړ دي٬ په هند كښې سكهانو٬ مسلمانانو او مسيحانو سره تل امتيازي سلوك كولې شي۔ د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند كښې د هټلر په طرز حكومت دے او پاكستان اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے٬ د پاكستان په جوړولو او د هېواد په پرمختګ كښې د اقليونو كردار نه شي هېرول كېدے۔ ده ووئيل چې پاكستان د مينې٬ امن او د مساواتو د درس وركوونكي بابا ګورونانك خاوره ده چې په تعليماتو ئې عمل كېدو سره ټوله نړۍ د امن ځائ جوړېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې تر څو انصاف نه وي تر هغه وخت هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ افسوس چې مونږ د پاكستان جوړولو مقصد هېر كړے۔ بايد مونږ ټول د هېواد پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Modern educational facilities among our top priorities: minister
-
Sindhu takes notice of WASA illegal disposal stations
-
1.27b allocated for women development in budget 2022-23
-
Daily Times Exclusive: Mushaal Hussein Mullick ‘What is my state waiting for’?
-
Govt taking strict measures to save country from bankruptcy: Ahsan
-
Rs 3.226tr Punjab budget for FY23 unveiled, at last
-
Engagement with U.S, India significant amid geopolitical scenario, says Bilawal Bhutto
-
Rangers foil smuggling bid of NCP goods worth millions
-
Pakistan issues visas to 495 Sikh pilgrims
-
State is responsible for forced disappearances, says IHC CJ
-
PPP leader Bakht Baidar Khan passes away in Lower Dir
-
Petition seeking post-mortem of Aamir Liaquat’s body filed