اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د خاص اقتصادي زونز زر تر زره په بشپړه توګه فعالولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي اقتصادي زونز زر تر زره فعاليت او په دې كښې برېښنا٬ګاز٬اوبو او روډ انفراسټركچر غوندې بېلې آسانۍ وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ په هېواد كښې جوړو كړو خاص اقتصادي زونز په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬خاص مرستيال نديم بابر٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني٬د پلاننګ دوهم چيئرمېن جهانزېب خان٬اړوندو وفاقي سېكترانو٬صوبائي سېكترانو او نورو سينئر افسران ګډون كولو۔د هېواد په بېلو برخو كښې جوړو شوو د خاص اقتصادي زونز موجوده صورتحال٬زونز كښې جوړو صنعتونو لپاره ضروري آسانيو او هغه په بشپړه توګه فعاله كولو لپاره د سباؤن په لائحه عمل تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن پھ خاص اقتصادي زونز كښې جوړو صنعتونو ته د حكومت لخوا وركړې شوو مراعاتو په اړه خاص بريفنګ وركړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د خاص اقتصادي زونز فعاليت نه يوازې صنعتي عمل تندولو او كاروباري طبقو ته د ورمخې ته شوې ستونزې لرې كولو لپاره مهم دے بلكې دې سره به ځوانانو او هنرمندانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو له هم زياته مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم د خاص اقتصادي زونز فعاليت او په هغې كښې د آسانيو په حقله وفاق ٬ صوبائي حكومتونو او اړوندو ادارو ترمينځه د رابطو باوري كولو له د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني فوكل پرسن غوره كړو۔دې به خاص اقتصادي زونز كښې د برېښنا٬ګاز٬د اوبو او نورو آسانيو په لړ كښې ټائم فريم سره وزيراعظم ته راپور وړاندې كوي او دا خبره به باوري كوي چې ټاكلې موده كښې به تر نظره اهداف ترلاسه كولې شي
متعلقہ مضامین
-
Monsoon rains help turn capital’s air quality to moderate
-
PM seeks summary for cut in fuel prices
-
Kashmiris to observe July 13 as Martyrs Day
-
Two persons killed during exchange of fire between two tribes
-
Sanaullah speaks to COAS about case against him
-
Sanaullah speaks to COAS about case against him
-
Ahsan won’t pursue action against restaurant hecklers
-
Pakistanis celebrate Eid in Lanzhou
-
Growers demand increase in Virginia tobacco
-
Growers demand increase in Virginia tobacco
-
Minister Reki chairs meeting to review situation in Balochistan after rains
-
Pakistan to participate in 13 trade exhibitions in China