اسلام آباد 29 جولائي ﴿اے پي پي﴾ د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي په اي بلنګ سسټم معرفي كولو مو يو بل لوظ تر سره كړے٬ دې عمل سره به د بډنګ نه واخله تر ادائيګې عمل سپېځلې شي٬ په اېن اېچ اے كښې د تېرو وخت 700 كروړه روپې ريكور كړې شوې ٬ نېب ته د محكمې لخوا د لېږلې شوو مقدمو او انكوائرو ګوټلي ثبوتونه موجود دي٬ د وزيراعظم د امريكې دورې په مهال سول او عسكري مشرانو چې د قام مقدمه په كوم ډول وړاندې كړې٬ په ټوله نړۍ كښې ئې ډاډګېرنه شوې٬ د پاك پوځ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د نېشنل هائي وے اتهارټۍ په مركزي دفتر كښې د اي بلنګ سسټم د پرانستې دستورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې څخه وړاندې وفاقي وزير د اي بلنګ سسټم پرانسته وكړه۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي سېكتر جواد رفيق ملك٬ د اېن اېچ اے چيئرمېن سكندر قيوم او نور هم موجود وو۔ د اېن اېچ اے چارواكو وفاقي وزير ته د اي بلنګ سسټم په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او وې وئيل دې اقدام سره به د اېن اېچ اے د پرمختيائي چارو د بډنګز نه واخله تر ادائيګې عمل كښې سپېځلتيا راشي او د ټرېك اېنډ ټرېس سسټم د لارې به د معلوماتو ترلاسه كېدو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئېل په دې بنياد به د عملې د كاركردګې په جاج او سزا او جزا وركولو لپاره هم مرسته
متعلقہ مضامین
-
Verdict exposes IK’s ‘pack of lies’: PM
-
Airing of Bushra Bibi’s leaked audio challenged in IHC
-
Military deployment ‘mandatory’: CEC
-
Ambassador Masood Khan, Dr Emily Blanchard discuss global economic challenges
-
PTI’s Zain trounces PML-N candidate in PP-217
-
Much heated, hyped Punjab by-elections end peacefully
-
Civil society calls for localization, more budget on key SDGs
-
Sindh extends curbs on market timings to save electricity
-
Pakistan complete record run chase to beat Sri Lanka in Galle
-
Is Pakistan heading towards a debt trap like Sri Lanka?
-
PTI lawmakers being offered up to Rs500m in bribes by PML-N, says Murad
-
US takes Pakistan off human trafficking ‘watchlist’