اسلام آباد 10 جون (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ غړي اسد عمر وئيلي دي كه د جج احتساب وي نو په آئین بريد ګڼلې كېږي’ كه د سیاستمدار په ضد کارروائی وي نو په جمهوریت بريد ګڼلې كېږي او كه د موليانو څخه پوښتنه اوشي نو اسلام ته خطر رامخې ته كېږي ‘ اوس به داسې نه كېږي۔ د ګل پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې اسد عمر د ذاتی نکتې وضاحت كولو سره ووئيل د مخالفې ډلې مشر ته چې كومې شميرې وركړې كېږي په دې هغه نه وو پوهه’ د 46 اربه ډالرو سرمایه کاری شوې او په 7 اربه ډالره بهرنۍ سرمایه کارۍ كښې يواځې څلور اربه ډالره د چین سرمایه کاری ده ‘ ده ووئېل زیاتې روپۍ د قرض په صورت كښې راغلې’ د چین د اړخه په كمه بيعه قرض راكړې شوې’ ټول پاکستانیان پھ دې د چین مننه كوي۔ دا وئيلي كېږي چې د برېښنا پروژې سپيځلې وي او آرزانې وي۔ ده ووئېل كه دا آرزانې وي نو نیپرا ولي وائي چې دا تر ټول ګرانې پروژې وي۔ د يو يونټ دوه روپۍ زياتولو خبره ولي كېږي۔ده ووئيل نیب د تحریك انصاف د غړو په ضد هم پلټنې كړي۔ده ووئېل كه د جرنیل څخه پوښتنه وشي نو په قامی سلامتیا بريد ‘ كه د جج د احتساب خبره وشي نو په آئین بريد او كه د سیاستمدار په ضد خبره وشي نو هغه په جمهوریت برياد ګڼلې كېږي
متعلقہ مضامین
-
PTCL group joins hands with NEC for polio eradication from Pakistan
-
Father, son remanded to police custody in constable murder case
-
Karot HPP to provide Rs3.9 billion free electricity till COD
-
Polio victim becomes role model in fight against climate change
-
Unregistered wildlife breeding facilities termed illegal
-
Officials should play effective role for conducting of 7th Digital Census: CS
-
Sugarcane guidelines can help farmers go beyond 500 Maunds per acre
-
CM accords approval for restoring Metro Bus infrastructure
-
Balochistan launches Kissan Card
-
All set for LG election in Balochistan
-
ECP gets 2 members from Punjab and KP
-
No compromise on safety of passengers: Railways