اسلام آباد 09 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په مېډيا كښې د بجټ په اړه غلط راپورونه خپاره كړې شوي دي٬ د هېواد ضروريات په نظر كښې ساتلو سره بجټ وړاندې كولې شي٬ راتلونكې بجټ به د پاكستان تحريك انصاف د منشور عكاسي كوي٬ زمونږ ترجيح ده چې بجټ اولس دوست جوړ كړے شي٬ احتجاج د مخالفې ډلې حق دے خو د انتشار اجازه نشته٬ كه په كوم ځائ كښې د احتجاج په بهانه اولس وكارول شو نو حكومت به خپله ذمه واري پوره كوي٬ اولس كرپټ عناصر پېژندلي دي٬ د دوي په چالونو كښې به نه راځي٬ مونږ سياسي لوبغاړي يو او مقابله مو په خپلو سيمو كښې كېږي٬ د قبائيلي سيمو اولس قربانې وركړې دي٬ په قبائيلي سيمو كښې د امن خرابولو سازش كولې شي٬ شهيد اهلكار زمونږ قومي اثاثه ده٬ په نړيواله ټولنه كښې د پاكستان ورك شوې مقام بېرته ترلاسه كول دي٬ د پاكستان اولس ورك شوې مقام بېرته ترلاسه كول دي٬ پاكستان د ترهګرې نه محفوظ كول دي۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ ﴿پي آئي ډي﴾ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې له ډېرې مودې نه د اپوزيشن په اړه خبره نه ده شوې۔ هغې ووئيل چې حكومت د بجټ ترجيحات جوړ كړي دي٬ په مېډيا كښې د بجټ په اړه چې كوم زيات راپورونه وركړې شوي دي هغه د حقائقو په ضد دي۔ هغې ووئيل چې د كال 20-2019م بجټ د پاكستان تحريك انصاف وړومبې بجټ دے او اقتصادي سروے به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ وړاندې كړې شي٬ دغسې بجټ به د نهې په ورځ وړاندې كولې شي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان څو څو ځله د غريبانو ذكر كړے په كومو چې تل په بجټ كښې بوج اچول كېږي خو زمونږ وړومبې ترجيح ده چې هغوي ته ريليف وركړے شي۔ هغې ووئيل چې دا بجټ د پاكستان تحريك انصاف د اوږدې مودې روډ مېپ دے كوم به چې د راتلونكو پنځو كلونو اهداف ترلاسه كړي۔ هغې ووئيل چې په مېډيا كښې د بجټ په اړه غلط راپورونه خپره كړې شوي دي٬ د هېواد ضروريات په نظر كښې ساتلو سره بجټ وړاندې كولې شي٬ راتلونكې بجټ به د پاكستان تحريك انصاف د منشور عكاسي كوي٬ زمونږ ترجيح ده چې بجټ اولس دوست جوړ كړے شي٬ احتجاج د مخالفې ډلې حق دے خو د انتشار اجازه نشته٬ كه په كوم ځائ كښې د احتجاج په بهانه اولس وكارول شو نو حكومت به خپله ذمه واري پوره كوي٬ اولس كرپټ عناصر پېژندلي دي٬ د دوي په چالونو كښې به نه راځي٬ مونږ سياسي لوبغاړي يو او مقابله مو په خپلو سيمو كښې كېږي٬ د قبائيلي سيمو اولس قربانې وركړې دي٬ په قبائيلي سيمو كښې د امن خرابولو سازش كولې شي٬ شهيد اهلكار زمونږ قومي اثاثه ده٬ په نړيواله ټولنه كښې د پاكستان ورك شوې مقام بېرته ترلاسه كول دي٬ د پاكستان اولس ورك شوې مقام بېرته ترلاسه كول دي٬ پاكستان د ترهګرې نه محفوظ كول دي۔ د شهباز شريف د راستنېدو په اړه هغې ووئيل چې د بې دركه لارښود هركلي لپاره د پرائيوېټ لمېټډ كمپنې خلق تللي دي٬ نادان اپوزيشن شور كوي٬ احتجاج د دوي حق دے خو كه چا قانون په لاس كښې واخستو او اولس ئې غلط وكارولو نو حكومت به خپلې ذمه وارې پوره كړي۔ هغې ووئيل چې رانا ثنالله د باجي د رشتې د تقدس نه خبر نه دے٬ رانا ثناالله په غلطو بيانونو ليګل نوټس لېږل شوے٬ هغې ووئيل چې د هېواد د 52 فيصده آبادې د مېرمنو د تقدس جنګ كوم٬ د اپوزيشن د حكومت مخالف تحريك به يوازې تر نعرو محدود وي۔ هغې ووئيل چې پاكستان د ترهګرې نه محفوظ كول د وزيراعظم عمران خان عزم دے۔ هغې ووئيل چې مولانا فضل الرحمان دې خپل نظر په اسلام وساتي په اسلام آباد نه۔ د قانون بالادستي په ځائ ساتل د حكومت مېنډېټ دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري په اړه پرېكړه عدالت ته كول دي۔ په دې موقع د وزيراعظم مرستيال شهزاد اكبر ووئيل چې د هېواد معاشي صورتحال د چا نه پټ نه دے٬ د يو نيم لك نه د زياتو اكاؤنټونو شمېرې د 26 هېوادونو نه ترلاسه كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې څو ورځې وړاندې برتانيې سره خاص لوظنامه شوې ده چې له مخې به ئې د مني لانډرنګ په اړه معلومات شريكولې شي۔ ده ووئيل چې د اېمنسټي سكيم له مخې ټولو اړوند كسانو ته د جون تر 30مه نېټه موقع وركولې شي٬ په دې كښې به هېڅ پراختيا نه كېږي۔ حكومت سره تفصيلات موجود دي۔ د جون د 30مې نېټې نه پس به كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل چې د سلمان شهباز په اثاثو كښې د تېرو لسو كلونو په مهال 85 فيصده اضافه شوې۔ هغه ته به ښودل وي چې هغه څوك دي كوم چې شريفې كورنۍ ته لكونه ډالر د ټي ټي د لارې رالېږي۔ د شريفې كورنۍ زوم علي عمران په مفرور دے۔
متعلقہ مضامین
-
IHC dismisses plea against Senate chairman
-
PM lauds law enforcement agencies for rendering duties in Red Zone
-
EBM wins top awards at the 16th OSHW
-
Price of 20kg flour bag increases by Rs180
-
Jacinda Ardern pays glowing tribute to late Benazir
-
Motorcyclists to have petrol card: PPP leader
-
Blind murder case solved, brother arrested : DPO
-
34,528 bikers fined for not wearing helmets
-
28 oganizations win annual GDEIB awards
-
Justice continues to elude families of Shopian rape and murder victims
-
Higher unemployment ratio result of lack of quality workforce in Pakistan: PIDE
-
Raw material import for sanitary pads, diapers not banned: Miftah