اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان د اختر لمونځ په اسلام آباد كښې د خپلې استوګنې بني ګالا په جومات كښې ادا كړو۔ د اختر لمنوځ ادا كولو نه پس وزيراعظم د هېواد سلامتيا او خوشحالې لپاره خاص دعاګانې وكړې۔ د بني ګالا سېكرټرېټ ملازمينو او سېكيورټي سټاف هم وزيراعظم سره د اختر لمونځ ادا كړو۔ وزيراعظم عمران خان د اختر لمونځ ادا كولو نه پس هلته موجود ټولو كسانو سره يو په يو مصافحه وكړه٬ غاړه ئې وركړه او د اختر مباركي ئې وكړه۔ وزيراعظم په ټويټر په خپل پېغام كښې ټولو پاكستانيانو ته د اختر مباركي وركولو سره ووئيل چې زما پاكستانيانو ٬ تاسو ټولو ته دې اختر مبارك وي٬ حكومت د هېواد او قوم پرمختګ او خوشحالې لپاره په سم پلو سفر پېل كړے۔ ډېر زر به د يو متحد قوم په شان پاكستان د معاشي او معاشرتي ستونزو نه وباسو۔ وزيراعظم د پاكستاني قوم پرمختګ٬ امن او خوشحالې لپاره خاص دعا هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
Independents lead local govt polls in Balochistan
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Minister for energy monitors NESPAK working
-
CM for early completion of projects
-
India pledges to address Pak concerns on hydropower projects
-
LHC orders ECP to decide reserved seats’ case by June 2
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
Imran lost senses after losing power: Tarar
-
Govt taking steps to improve performance of Pakistan Railways, Senate informed
-
IHC grants bails to Asad Qaiser, Hammad Azhar
-
Govt to file treason case against Imran Khan over ‘Azadi March’