اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د كشمير مسئلې حل لپاره پاكستانيان٬ حكومت او سياسي مشران يو موټې دي٬ دې كښې بله رائے نشته چې د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كړې شي۔ كشمير سره د يوالي ورځ په موقع د نهې په ورځ خپل پېغام كښې سنجراني ووئيل اولس او د پاكستان ادارې د كشميريانو د آزادۍ د هڅو نه يوازې بشپړ ملاتر كوي بلكې د آزادۍ لپاره شوو قربانيو ته پېرزوئنې هم وړاندې كوي۔ ده ووئيل د فرورۍ 5مه نېټه په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو د آزادۍ هلو ځلو او په دې لړ كښې د وركړې شوو قربانو لپاره د يوالي د څرګندونې ورځ ده كومi چې په بشپړه ډول د هېواد دننه او په نړيواله كچه مېشته پاكستانيان او كشميريان رامخې ته كوي او د هندي ظلمونو او جبر نه نړۍ خبروي چې څنګه هندي ځواكونه په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې د بشري حقونو علمبردار هېوادونه ٬ ادارې او تنظيمونه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره ګامونه پورته كړي٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميټي او د او آئي سي او نورې ادارې دې هم خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے ٬ د پاكستان په تاريخ كښې ټولو حكومتونو د دې مسئلې حل پاره ګامونه پورته كړې او نن مونږ دا لوظ كوٶ چې د كشالې هواري لپاره به د هېواد او په نړيواله كچه نور ګامونه پورته كولې شي دغسې چې په مقبوضه سيمه كښې د ظلم او جبر لاره ونيولې شي او كشميريانو ته د دوي د آزادۍ بنيادي حق تر لاسه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Jashan-e-Baharan festival will start from Mar 31
-
Two new police sub-divisions established in South Punjab
-
Punjab Culture Day to be observed today
-
Pindi’s corona positivity rate drops to 0.52 per cent; 44,958 patients recovered
-
PTI’s popularity graph growing: Khawar
-
PTI core committee discusses political scenario
-
Committee to address media concerns about PECA Ord, Senate panel told
-
NAB nothing to do with no confidence motion: Spokesman
-
Senate body unanimously passed “The National Highway Safety Amendment Bill”
-
President for equipping differently-abled people with special skills
-
ISPR releases Shad Rahe Pakistan national song amid 23rd March celebrations