اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د پاکستان فارن آفس وېمنز اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې په خارجه دفتر كښې كلن چېريټي بازار كښې د بېلا بېلو هېوادونو متنوع كلتوري رنګونه رامخې ته كړې شول۔ وړومبۍ مېرمن ثمینه علوي د چېریټی بازار پرانسته وكړه ٬ په بازار كښې د چین، روز، آذربائیجان، انډونیزيا، مصر، بنګله دېش، ایران، جاپان، د مينځنۍ آسياء رياستونو ماليزيا٬ پرتګال، سري لنکا، سوډان، تیونس، ترکیې، ازبکستان او د یمن د روايتي دستكارۍ سټالونه لګولې شوي ۔ وړومبۍ مېرمن بېګم ثمینه علوي په دې موقع خپلې وېنا كښې ووئيل چېريټي بازار د بېلا بېلو هېوادونو د كلتور٬ فن او روايتي كارونو ښائسته رنګونه وړاندې كوي او چرته چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه د همكارۍ فضا هم جوړېږي۔ ثمينه علوي په دې نېك او فلاحي كار د خارجه چارو وزارت او د اسلام آباد ډبلومېټك كميونټۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ دې په دې موقع سټرېټ چلډرن ته د تعليم وركړې٬ مېرمنې اختيارمندې جوړولو ٬ بې وزله مسلمانانو او اقليتي وګړو ته راشن او د خښلو پاكې اوبو وركړه او د قرينا په سرجري كښې د مرستې وركولو پحقله د خپلو فلاحي كارونو نه هم ګډون كوٶنكي خبر كړل۔۔ په دې موقع پرېډ آف نېشن وكړې شو او د سفيرانو ماشومانو په خپلو خپلو قامي او كلتوري لباس كښې بېلا بېل ټېبلو وړاندې كړل
متعلقہ مضامین
-
Pakistani nation, armed forces fully support Kashmiris’ struggle: Ashrafi
-
Senate refers eight bills to committees
-
LHC dismisses plea for ban on PUBG
-
COVID-19 claims eight more lives, 102 new infections in RWP
-
NAB files reference against food dept officers in wheat embezzlement
-
Opposition parties make new bid to unite against govt to save corruption: Farrukh
-
Italy resonates with Kashmiris’ battle for freedom
-
Pakistan marching towards stability under Imran: Fawad
-
People rejected looters, plunderers: Shafqat Mahmood
-
Avenfield reference: trial record to be seen if NAB proved its case: IHC
-
Imperative to break nexus between terrorists and sympathisers: COAS
-
Pakistan questions US move on Afghan funds