اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په حاضر وخت كښې قامي سلامتيا پېچلې او ګڼ اړخيزه ذمه واري ګرځېدلې ٬ قامي سلامتيا كوټلې هڅې او د ګڼ اړخيزه تزويراتي ډهانچې وضع كولو غوښتنه لري ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې په نېشنل ډيفنس پوهنتون (اېن ډي يو) كښې د قامي سلامتيا وركشاپ كاميابو ګډون كوونكو له د سندونو وركولو دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پنځه اوونيو په وركشاپ كښې سناتورانو ٬ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو٬ د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړو٬ وسله والو ځواكونو ٬ سركاري او د شخصي ادارو سينئر چارواكو ګډون كولٶ چې مقصد ئې د سلامتيا ماحول او د قامي سلامتيا د بېلا بېلو اړخونو او پاكستان ته د پېښو چېلنجونو پحقله ښه پوهه پېدا كول وٶ۔ اولس مشر د هېواد د بېلا بېلو څانګو مشرانو څخه استفادې له د قامي سلامتيا په وركشاپ كولو د اېن ډي يو د كردار ستائنه وكړه۔ اولس مشر ووئيل د سماجي اصلاحاتو د بېلا بېلو اړخونو پحقله د وركشاپ ګډون كوونكو لخوا د ذكر وړ تجويزونه د ستائنې وړ دي۔ په دستوره كښې اعلٰې سول او عسكري شخصياتو هم ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Govt not afraid of opposition’s quick march, PTI Senator
-
COVID-19 positivity ratio drops down to 5.34 percent in nearly a month
-
Govt makes HEC chairman toothless by clipping powers
-
LHC promotes 34 AD&SJs to next rank
-
Pakistan needs to focus on innovation-led export: Shibli Faraz
-
Pakistan to start using Saudi oil facility on deferred payment from next month: Senate told
-
Muskan’s harassment incident in Karnataka exposes fascist Modi regime: Gul
-
IHC terms ECP’s disqualification of PTI leaders ‘unlawful’
-
FO asks int’l community to alleviate sufferings of Afghan people
-
Sindh govt has already devolved powers to local government: Ghani
-
Small dams key to bring green revolution: minister
-
Sindh governor takes notice of tribal conflict in Shaheed Benazirabad