اسلام آباد ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی)الېکشن کمېشن آف پاکستان وئيلي دي چې په 14 اكتوبر 35 حلقو كښې كېدونكو ضمني ټاكنو لپاره 7 زره 364 آئي (انټرنېټ) ووټرانو ته ووټر پاسز جاري كړې شوي دي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان لمخې کمېشن کامیاب اوورسیز رجسټرډ پاکستانیانو ته د دوئي په اي مېل اېډرېسز پاسز لېږلې دي۔ داسې ټول پاكستاني ووټران چې ووټر پاسز لري به ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ كارولې شي۔ دوئي ټولو رجسټرډ ووټرانو ته د پاكستان د معياري وخت ترمخه سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو زر تر زره د ووټ كاسټ كولو هدايت كړې دې۔ کمېشن رجسټرډ آئي ووټرانو ته هدايت كړې چې كومو ووټرانو ته پاسورډ تر دې دمه ترلاسه شوې نه دې هغه كنټرول روم سره تماس نيولې شي۔ كنټرول روم به د سحر 9 بجو څخه تر شپې 9 بجو پرانستې وي۔ ووټران د الېكشن كمېشن هلپ لائن سره په 0092512778899 رابطه كولو سره خپلې ګيلې لرې كولې شي۔ كمېشن په ډاګه كړې چې كوم هم آئي ووټر د پاسورډ نه غېر ووټ كاسټ كولې نه شي۔ الېكشن كمېشن آف پاكستان دا هم وئيلي دي چې رجسټرډ آئي ووټرز به د ووټر پاس په اړه د معلوماتو محفوظ ساتلو ذمه وار وي۔ رجسټرډ آئی ووټرز بايد د خپل لاګ ان او پاس ورډ په اړه معلومات چا سره ګډ نه كړي۔ د الېكشن كمېشن ترمخه خارجه سېكتر ته يو خط لېږلې شوې دې كوم كښې چې هغه ته وئيلي شوي دي چې هغه دې پاكستاني مشنز ته هدايات وركړي دغسې چې هغوي د رجسټرېشن او ووټنګ عمل په اړه د اوورسيز پاكستانيانو لارښودنه وكړي۔ د الېكشن كمېشن آف پاكستان يو اهلكار ووئيل چې كمېشن آئي ووټنګ پاس سسټم به په 14م اكتوبر عملي كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل الېكنش كمېشن يوازې د هغه سمندر پورې پاكستانيانو رجسټرېشن كړې دې څوك چې مشين ريډ اېبل پاسپورټ ٬ د اوورسيز پاكستانيانو قومي شناختي كارډ او صحيح اي امېل اېډرېس لري۔ د كمېشن د خاص سافټ ويئر په مرسته به اوورسيز پاكستانيان د ووټ خپل حق كارولې شي۔ الېکشن کمېشن او نادرا د اوورسيز پاكستانيانو د ووټنګ رجسټرېشن ډاډګيرنې په لړ كښې وېب سائټ هم جوړ كړې دې۔ ده ووئيل آئي ووټنګ پائلټ پراجېكټ دے۔ ددې پراجېكټ بشپړ كېدو نه وروستو به كمېشن يو راپور تيار كړي او پارلمان ته به ئې وړاندې كړي
متعلقہ مضامین
-
In Karachi, three motorcyclists crushed to death by a speeding car
-
NDRMF timely response minimizes impact of COVID-19
-
International conference on Arabic literature starts at NUML
-
Saudi delegation arrives in Islamabad for OIC special moot on Afghanistan
-
Wajih reiterates his allegation
-
Another 18 flights called off as fog engulfs Lahore Airport’s runway
-
PTI government to complete constitutional tenure: Buzdar
-
Details of money allegedly laundered by Sharif family through frontmen surface
-
Uplift of education sector top priority: Mushtaq Ghani
-
World should not repeat mistake of disengaging with Afghanistan
-
PTI behind ‘rigging’ in KP LG polls
-
Karachi tragedy has saddened people: Wirk