اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادی لارې (سي پېك) پراجېكټ ډائرېكټر حسن داٶد بټ وئيلي دي د وزیراعظم راتلونكې مياشت د چين دورې په مهال د رشكئۍ او نورو اقتصادي زونز جوړولو په لړ كښې د برېك تهرو امكان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده “اے پي پي” سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې په رشكئۍ اكنامك زون به ډېر زر كار پېل شي٬ فېز ون كښې به زر او په فېز ټو كښې به څلور زره جريبه زمكه اخستلې شي۔ ده ووئيل منصوبې سره پاكستان كښې د روزګار موقعې زياتې شوې ۔ حسن داٶد بټ ووئيل د چين يو پټۍ يوه ستره لاره اقدام په 6 لارو كښې دا يوه مهمه اقتصادي لاره ده٬ د سي پېك له مخې چين په پاكستان كښې د 56 اربه ډالرو نه زياته سرمايه كاري وي۔ ده ووئيل چين په 34 اربه ډالرو سرمايه كاري كښې د پاكستان د توان په منصوبو خرڅ كوي چې پكښې زياتره منصوبې بشپړېدو ته نزدې دي۔ د رشكئۍ اقتصادي زون په سيمه ايز او جغرافيائي اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل دې صنعتي زون څخه هوائي مېدان او ډرائي پورټ په 65 كلوميټره دي ٬ دغسې رېلوے سټېشن په 25 كلوميټره ٬ سټي سنټر په 15 كلوميټره ٬ هائي وے په 5 او موټروے بيخي مخامخ ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دلته د صنعتي زون جوړولو تجويز صوبائي واكمنو لخوا وركړې شوې ٶ چې پكښې وفاقي حكومت هېڅ لاس وهنه نه ده كړې ۔ د سي پېك ډائرېكټر ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ له مخې به پاكستان كښې د چين په مرسته صنعتي انقلاب راشي او په دې پړاٶ كښې به د هېواد په څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان ٬ فاټا او آزاد كشمير كښې په مجموعي توګه 9 اقتصادي زونز جوړولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Woman accuses policeman of blackmailing with her obscene videos in Okara
-
Security plan for New Year’s eve issued in Lahore
-
Senate Opp flounces out over non-presentation of National Security Policy
-
Celebratory firing murders child at Jaranwala wedding
-
In the name of Ehsaas program, FIA busts gang for defrauding people
-
After five years, PIA resumes direct flights to Iran
-
CPEC has made huge progress despite Covid pandemic: China
-
Superficial judgments: a toxic societal practice
-
Bilawal Bhutto Zardari refuses to accept mini budget
-
PSO faces severe jet fuel shortage
-
ITP issues 932,390 fine tickets during 2021
-
SBP is now ‘State Bank of IMF’: PML-N