اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري په لاهور كښې د ماډلې او فنكارې انعم نويد په قتل خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د پنجاب پوليسو انسپكټر جنرل ته د پېښې راپور وړاندې كولو هدايت كړے۔ وفاقي وزير ووئيل چې دا د مشاهدې خبره ده چې دې ډول قتل ته د ځان وژنې رنګ وركول كېږي ځكه بايد پوليس د پلټنو په مهال ټول اړخونه په نظر كښې وساتي۔ ده د خېبر پښتونخوا آئي جي ته هم هدايت وكړو چې د فنكارانو امنيت دې ښه كړے شي كوم چې د قوم اثاثه دي۔ ده ووئيل چې فنكاران په نړۍ كښې قومي كلتور او اقدار وړاندې كوي او د دې په نتيجه كښې د هېواد مثبت تشخص په ډاګه كولو كښې مرسته كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چې دا ډول پېښې په فنكارانو كښې د عدم تحفظ سبب جوړېږي او بايد د دې په ترجيحي بنيادونو پلټنې وشي۔ وفاقي وزير ووئيل چې هغه خلق چې په ټولنه كښې د خوشحالو وېشلو سبب وي٬ بايد د دوي احترام او مناسبت تحفظ وشي۔
متعلقہ مضامین
-
Diabetes to be responsible for 400,000 deaths in Pakistan by year-end: report
-
Tomato price crosses Rs240 per kg in country
-
Saqib Nisar ordered to let go of Nawaz, Maryam before 2018 elections: former CJ Gilgit Baltistan
-
Govt striving to enhance country’s agricultural produce: PM
-
‘Mujh Ko Pata Hay’ by Yasir Akhtar premieres on PTV Network
-
Physical remand of accused in Nazim Jokhio murder case extended by court
-
Anti-smog squad formed to check air pollution in Lahore
-
CNG prices rise as govt doubles GST rate on gas
-
Sindh governor appreciates foreign participation in 17th ITI Fair
-
China applauds CPEC Authority for hosting meeting of Chinese companies: Zhao Lijian
-
Army to ensure country’s security against all threats: COAS
-
Court can’t order parliament regarding legislation: AGP