اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د موقعو خاروه ده٬ دلته بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكانات شته ۔ده دا خبره د ناروے موده ترسره كونكي سفير ټورے نيډريبو سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې لا ښه والي لپاره د ده خذمات وستائېل او وې ووئيل د پاكستان ناروے ترمينځه د تجارت او زده كړو پشمول نورو څانګو كښې د مرستې پراخا امكانات موجود دي۔اولس مشر ووئيل پاك چين اقتصادي راهدارۍ د نړۍ په بېلو منطقو ترمينځه فاصلې كمې كړي٬ كومې څخه چې ناروے هم ګټه پورته كولې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكې سفير به هم د دواړو هېوادونو تجارت زياتوالي لپاره خوارۍ سره كار وكړي او د ناروے سرمايه كار به پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پلو راغب كړي۔اولس مشر ووئيل شرخوښۍ او ترهه ګرۍ پاكستان ته ډېر زيان رسولې خو پاكستاني اولس په قربانۍ وركولو د ترهه ګرۍ خاتمه كړې چې نه يوازې په دې منطقه كښې بلكې ټولې نړۍ كښې استحكام پېدا كولو له ورسره مرسته ترلاسه شوې
متعلقہ مضامین
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
‘Pakistan going through a critical period’
-
KP to launch Tablet-in-a-School programme
-
Curtains draw on colourful ‘Lok Mela 2021’
-
COVID-19 positivity rate falls below 1% for the first time since March 2020
-
Shehbaz ‘very satisfied’ with security briefing to lawmakers
-
Allotment of National Park land illegal: IHC
-
Need to understand Iqbal greater than ever
-
OIC urged to slap economic curbs on India
-
Total Parco Installs First Electric Car Charging Station
-
New US special envoy for Afghanistan to meet Taliban in Pakistan: official
-
World must act to avert Afghan humanitarian crisis: Imran