اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی)د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین عمران خان وئيلي دي پاكستان د ايران په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره تجارت كول غواړي۔ پاكستان د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ تعميري او مثبت رول لوبولو له چمتو دے۔ پاكستانې معيشت په خپلو پښو ودرول زمونږ تر ټولو اولنې هدف دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه عمران خان د ايران سفير مهدي هنر دوست سره دخالي په ورځ بني ګاله كښې ملاقات كښې وكړه۔د تحریک انصاف میډیا سنټر ترمخه ايراني سفير عمران خان ته ټاكنو كښې په كاميابۍ د ايران اولس مشر لخوا د مباركۍ پېغام وركړو۔ ملاقات كښې دوهم چيئرمېن شاہ محمود قرېشی، شیریں مزاریي او نعیم الحق هم موجود وو۔ عمران خان خپلو خبرو كښې ووئيل زه د ايران دورې او د تاريخي ځايونو ليدلو كښې خوښي لرم۔ ایرانی سفیر ووئيل پاكستان سره د مرستې او همكارۍ ټولې لارې پرانستلې دي۔ ده ووئيل ايران پاكستان ګاز پائپ لائن منصوبه د پاكستان سباؤن بدلولې شي۔ ايران ددې منصوبې په اړه پاكستان سره تعميري خبرو ته چمتو دے۔ ده ووئيل اايران به منطقه كښی امن لپاره د پاكستان د وړاندېزونو هركلې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Senate session marred by opp protest
-
Jammu martyrs day observed with renewed pledge
-
IT ministry to form CERT to counter cyber attacks
-
3rd PGA Junior Girls Golf Match held
-
FC inaugurates mega water supply scheme
-
Balochistan govt expands seed money to Rs2b for BAEF
-
PML-N ups the ante against PTI regime
-
Afghanistan FM Amir Khan Muttaqi to visit Pakistan on Nov 10
-
UK approves Chinese Covid vaccines
-
Islamabad reports 32 new dengue cases and 2 deaths
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa
-
Accused pleads for settlement with Noor’s family