اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سرمايه كارۍ بورډ ته په هېواد كښې سرمايه كارۍ او د نوي كاروبار پېل لپاره د نورو آسانيو پېدا كولو هدف وركولو سره وئيلي دي د ټولو اړوندو وزارتونو او صوبائي حكومتونو په اعتماد كښې اغستو د ون ونډو آپريشن په طرز يو طريقه كار وضع كړئ، د بهرنيو سرمايه كارو لپاره د دوست هېوادونو د كاروباري پلاويو دورې او په سټاك ايکسچينج كښې رېكارډ تندوالے د بهرنو او ځائي كاروباريانو او سرمايه دارو د حكومت په پاليسو د باور عكاسي كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروباري هلو ځلو لپاره آسانۍ او ودې لپاره د لوړې كچې د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو جام کمال خان، محمد اورنګزيب، عبدالعليم خان، احد خان چيمه، رانا تنوير حسېن، اعظم نذير تارړ، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاکټر جهانزېب خان، د قامي اسمبلۍ غړو علي پروېز ملک٬ بلال اظهر کياني، د وزيراعظم کوارډينيټر رانا احسان افضل او اړوند چاورواكو ګډون كولو٬ د دې نه علاوه د صوبو چيف سېكرټريز نوموړو كاروباري شخصياتو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو ۔ غونډې ته په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې او په كاروبار كښې آسانۍ لپاره د ون ونډو آپرېشن په طرز جديد او د نړيوال معيار نظام جوړولو په اره تجويزونه وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم د سرمايه کاري بورډ ته ټولو اړوند وزارتونو، ادار و، کاروباري ورورولۍ او صوبائي حکومتونو په اعتماد كښې د اغستو سره زر تر زره يو جامع نظام ته حتمي شكل وړاندې كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل ګرده نړۍ كښې سرمايه كار هلته مخه كوي چرته چې كاروبار كښې لږ خنډان وي٬ په تېر دور حكومت كښې د خادم پاكستان په حېث مې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار ودې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كړي٬ د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل د پاليسو تسلسل او هېواد كښې د معاشي بحالۍ هدف سر كولو كښې ښه معاون كردار لوبوي٬ ده ووئېل پاکستان كښې كاروباري هلې ځلې او د بهرنۍ سرمايه كارۍ وده زمونږ د ډلې د محنت ښكاره ثبوت دے٬ په دې ټول اړوند وزيران او افسران د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د بهرنو سرمايه كارو لپاره د دوست هېوادونو د كاروباري پلاويو دورې او په سټاك ايکسچينج كښې رېكارډ تندوالے د بهرنو او ځائي كاروباريانو او سرمايه دارو د حكومت په پاليسو د باور عكاسي كوي۔ ده امر وكړو داسې طريقه كار تجويز كړئ چې سرمايه كارو او نوو كاروبار پېل كوونكو ته د لږ نه لږ خنډان ورمخې ته وي ٬ په دې لړ كښې د نړيوال شهرت يافته ماهرينو خدمات دې هم ترلاسه كړے شي او د تګلارې وضع كولو په وخت دې د كاروباريانو نمائندګان او صوبائي حكومت هم په اعتماد كښې واخستلے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Cobwebs of terrorism
-
Pakistan’s desire for peace not a sign of weakness: Shehbaz
-
Climate change affects practice of utilizing rain water in arid areas
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
APHC AJK lauds British Kashmiri diaspora for highlighting Kashmir cause
-
Leading auto brands showcase their products at Pakistan Auto Show
-
KP passes supplementary budget of Rs234.98b for fiscal year 2021-22
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
Texas and Pakistan to forge closer economic ties
-
Cholistan to have 110 more schools
-
Karachi court orders police to bring Dua Zahra back for another medical test
-
Monsoon rain expected in Lahore today