بیجنګ۔1اپرېل(اے پی پی) د سمندر پورې پاكستانيانو او هيومن ريسورس ډوېلپمنټ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن د چين حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونې له د ګل په ورځ د خصوصي پرواز د لارې په ترھګر بريد كښې د وژلې شويو 5 چينائي اهلكارو جسدونو سره د چين ښار ووهان ته ورسېد۔ وفاقی وزير په دې موقعه وژلې شويو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له په راجوړه كړې شوې يوه خصوصي غونډه كښې ګډون هم وكړو۔ دې څخه وړاندې د ووهان په هوائي مېدان اعلی سركاري چارواكو او د پاكستاني سفارت استازي وفاقي وزير ته هركلے ووے۔ وروستو وفاقي وزير د هوبي صوبې دوهم ګورنر چن پنګ سره ملاقات وكړو او د بې ګناه كسانو د ځانونو په زيان يۍ د افسوس خرګندونه كولو سره په دې ناوړه جرم كښې د ككړو كسانو انصاف سره مخ كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وفاقی وزیر د پاكستان په پرمختګ او پېشرفت كښې په ځانګړي ګډون چينائي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د دې عزم څرګندونه يۍ وكړه چې د پاكستان حكومت او اولس به د پاك چين اړيكو په ضد ناوړه منصوبې كاميابېدو ته نه پرېږدي۔ چينائي انجينئرز په 26 مارچ شانګله كښې د ترھګرو په بريد كښې وژلې شوي وو۔
متعلقہ مضامین
-
KP governor summons PA budget session on June 13
-
Govt earmarks Rs2.23b for Defence Division under PSDP 2022-23
-
Govt allocates Rs1.48b for nine petroleum sector projects
-
Punjab gets lion’s share of 51.7% budget distribution
-
Punjab gets lion’s share of 51.7% budget distribution
-
PTI’s Billion Tree Tsunami gets Rs4.5 billion less than last year’s
-
Budget 2022-23: Rs 44bn allocated for higher education
-
Taxes in Budget 2022-23
-
Cash-strapped govt increases subsidies
-
With focus on CPEC, govt unveils Rs 2.27tr PSDP
-
‘Azadi March’: ATC grants interim bail to 13 PTI leaders
-
Cash-strapped govt increases subsidies