اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) اليكشن كمېشن د قومي اسمبلۍ په يوه او د صوبائي اسمبليو دوه نشستونو په بيلو پولنګ سټېشنونو د بيا پولنګ كولو پرېكړه كړې ده٬ پولنګ به د فرورۍ په 15 مه نېټه كولې شي۔ د خالي په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا په جاري شوي بيان كښې د الېكشن كمېشن وياند وئيلي دي چې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے ۔88 خوشاب۔2، د سندھ اسمبلۍ پی اېس۔18 ګھوټکی۔1 او د پی کے 90 کوهاټ۔1 خېبر پښتونخوا په ځينو پولنګ سټېشنونو كښې د پولنګ مېټریل په زور د اخستو يا د دې د ضايع كېدو پېښې له امله په اړوندو پولنګ سټېشنونو د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو هدايات جاري كړې شوي دي او د دې حلقو د نتيجو اعلان به هم په دغه ورځ د پولنګ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو كولے شي۔ وياند وئيلي چې كمېشن د اېن اے 88 خوشاب 2 په حلقه كښې د 26 پولنګ سټېشنونو د پولننګ ميټريل د آر او په دفتر كښې د سوزول كېدو له امله په دغه پولنګ سټېشنونو كښې د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو امر كړے دے۔ دغسې كمېشن د سندھ اسمبلۍ پی اېس۔18 ګھوټکی۔1 او د پی کے 90 کوهاټ۔1 خېبر پښتونخوا په ځينو پولنګ سټېشنونو كښې د پولنګ مېټریل په زور د اخستو يا د دې د ضايع كېدو له امله په اړوندو پولنګ سټېشنونو د فرورۍ په 15 مه نېټه د بيا پولنګ كولو هدايات جاري كړي دي۔ كمېشن د اېن اے242 کراچۍ په يو پولنګ سټېشن د رامخې ته شوې ناوړه پېښې شكايت په ترلاسه كېدو ريجنل الېكشن كمشنر ته د پېښې د پلټنيو كولو او د دې په اړه درې ورځې كښې كمېشن ته د رپورټ وړاندېكولو هدايت كړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
اولس مشر ډاکټر عارف علوی د لاهور په داتا دربار كښې د چاؤدنې غندنه وكړه
-
د سېنېټ چيئرمېن د مولانا فضل الرحمان څخه د امنيت بېرته نه اخستو په حقله حكومت ته سپارښتنه
-
د عوامي نېشنل پارټۍ د پارليماني بورډ غونډه(نن)راوبللې شوه
-
د وزيراعظم فعاله او كوټلې اقداماتو سره به د قامي ادارو پشمول معيشت او نورو څانګو كښې ډېر زر واضح بدلون په نظر راشي۔ نديم افضل چن
-
قبائلي ضلعو كښې د صوبائي اسمبلۍ په 16 چوكو ټاكنې
-
د خارجه وزير شاہ محمود قریشی قامی اسمبلۍ كښې ځواب
-
د ټولو سياسي ګوندونو صلاح د پخوانۍ فاټا سيمې د چوكو شمېره زياتول خوشبينه ده٬دې سره به د سيمې وګړي دا احساس اولري چې قام د هغوي سره ولاړ دے
-
د ريلويز لپاره د قامی اسمبلۍ قائمه کمېټۍ غونډه به د جمعې پھ ورځ كېږي
-
حکومت د هېواد معيشت په سم لور روانو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي
-
د پارليمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ذيلي كمېټۍ غونډه٬د برېښنا د وېش كار كمپنو زيان په اړه پاور ډويژن لخوا كمېټۍ ته بريفنګ وركړی شو
-
وزیراعظم عمران خان سره د اداره جاتي اصلاحاتو او كفايت شعارۍ لپاره خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسېن وليدل
-
نننې پاكستان ھغه نه دې د كوم خوب چې قائداعظم محمد علی جناح او علامہ اقبال ليدلې ٶ٬ مونږ د خپل مقصد نه بې لارې شوې يو