اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د بوسنيا او هرزيګوينا پاكستان ږپاره نومولي شوي سفير ايمن کوهوډاريوچ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع سفير خپل سفارتي سندونه صدر مملكت ته وړاندې كړل۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر د نومولي شوي سفير هركلي كولو سره ووئيل پاکستان بوسنيا او هرزيګوينا سره د ورورولۍ او شريك باور دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې د تجارت، معيشت او اولسي رابطو په څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو بلها ګنجائش موجود دے۔ سفير ووئيل زه به سياسي٬ اقتصادي او د كلتوري اړيكو لا ودې وركولو لپاره كار كوم۔ دغسې په دې مهال صدر سفير ته په تقررۍ مباركي وركولو سره هغه لپاره هيله څرګنده كړې چې ھغه به پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو لا ودې لپاره خپل كردار لوبوي۔
متعلقہ مضامین
-
Court postpones indictment of Sindh CM
-
LHC disposes of petition against Buzdar’s resignation
-
Shadab Khan urges authorities to protect children
-
Elections only after government completes its tenure: Marriyum
-
Thousands of names to be put off ECL
-
IMF talks: Miftah Ismail hints of expected rise in petroleum prices
-
US hails Pakistan’s statement ruling out ‘foreign conspiracy’ behind Imran’s ouster
-
Marriyum, media body agree to enact legislation on fake news
-
Imran Khan trying to make ECP controversial: Ahsan
-
DG NAVTTC visits institutes to ensure quality trainings under Prime Minsiter’s Kamyab Jawan
-
Imran Khan playing with Pakistan’s national interest for his politics: Ahsan Iqbal
-
PRC distributes relief items among Dadu fire victims