اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان په پرمختګ كښې د بوهره ورورولۍ کردار ستائلو سره وئيلي چې د پاکستان حکومت او اولس د بوهره ورورولۍ خذمات ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د داؤدی بوهره ورورولۍ روحانی لارښود ډاکټر سیدنا مفضل سیف الدین په مشرۍ كښې د بوهره ورورولۍ 8 كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د وزیرِ اعظم خاص استازي مولانا طاهر اشرفی هم ګډون كولو۔ وزیرِ اعظم د ډاکټر سیدنا مفضل سیف الدین د پاكستان دورې كولو هركلي كولو سره د پاكستان په پرمختګ كښې د بوهره ورورولۍ كردار وستائلو۔ وزیرِاعظم د ډاکټر سیدنا مفضل سیف الدین په تعلیمات كښې د ماحولیاتی آلودګۍ کمولو او د صفائی په لوري خاص پام ګرځول هم وستائل۔ وزیرِ اعظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د بوهره ورورولۍ د پاکستان لپاره خذمات ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزیرِ اعظم ډاکټر مفضل سیف الدین ته پاکستان لپاره د هغه د خذمات په اعتراف كښې د نشان حېدر په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د بوهره ورورولۍ پلاوي په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د ماحولياتي بدلون اثرات په نړيواله كچه رامخې ته كولو د اقداماتو په كولو وزيراعظم ته پېرزوينې وړاندې كړې۔ وزیرِ اعظم په دې موقع ووئيل د موسمیاتی بدلون ناوړه اثرات ټول انسانیت سره خطرناك دي٬ مذهبی لارښود بايد خپلو تعلیماتو كښې په دې مهم سرخط پرله پسې خبره وكړي۔ پلاوي بېن المذاهب همغږۍ لپاره د وزیرِ اعظم په مشرۍ د حكومتي اقداماتو ستائنه هم وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د هر مذهب ٬ رنګ او نسل وګړي شته كومو ته چې برابر حقوق ترلاسه دي۔ بوهره ورورولۍ د پاکستان جوړېدو نه تر اوسه د هېواد په ټولو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې بوهره ورورولي به سباؤن كښې هم د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ لپاره هم دا ډول مهم كردار ترسره كول روان ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
PTI candidate wins NA-33 by-election
-
PPP to get 11 ministries, PML-N to get 14
-
High hopes for creating southern Punjab province
-
PML-N to go to court over oath crisis
-
Maid tortured to death in Lahore
-
SC hits back over criticism of ‘unfavourable’ verdicts
-
Waqar Younis performs Umrah with family
-
Coca-Cola and Rizq work to create a hunger-free Pakistan
-
PM directs probe into Dadu villages fire; vows action over negligence
-
One person’s mistake doesn’t mean whole institution is at fault
-
Govt advises Imran Khan to address Lahore rally ‘virtually’
-
Protection of country’s environment top most agenda: Sherry