اسلام آباد۔6 اپرېل(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي چې د سپریم کورټ آرټیکل 184(3) لاندې د از خود نوټس حوالې سره پارليمان بل منظور كړے دے ‘ سياسي او آئيني بحران څخه بچ كېدو لپاره دې د سپريم كورټ 13 كسيزه بېنچ تشكيل كړے شي٬ په ګرد هېواد كښې بايد په يو وخت ټاكنې وكړې شي٬ كه په پنجاب كښې ټاكنې وكړې شي نو دې سره به د قومي اسمبلۍ ټاكنې وځپلې شي۔ د زيارت په ورځ نړيوالې ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزيراعظم نذير تارړ ووئيل د سپریم کورټ له پرېكړی څخه وروستو په هېواد كښې يو شمېر پوښتنې رامخې ته كېږي۔ د اسمبليو د تحليل كېدو څخه وروستو آئين وائي چې بايد 90 ورځو كښې ټول ټاكنې وكړې شي٬ بياهم د آئين او قانون په نورو شقونو كښې يو شمېر سكيمونه موجود دي۔ ده ووئيل آرټيكل 217 وائي چې په هېواد كښې به ټاكنې د الېكشن آف پاكستان په نګرانۍ كښې په يو وخت كېږي۔ د آئین آرټیکل 218(3) وائي چې په هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو كولو ذمه واري د الېكشن كمېشن آف پاكستان ده۔ ده ووئيل د پنجاب اسمبلي ګورنر تحليل نه كړه بلكې د قانون لمخې د وزیراعلیٰ په اېډوائس 48 ساعته تېرېدو څخه وروستو په خپله تحليل شوه۔ ده ووئيل عدالت دې الېكشن كمېشن ته امر وكړي چې مشاورت سره د ټاكنو نېټه اعلان كړي۔ ده ووئيل په پنجاب كښې د ټاكنو د تاريخ پرېكړې څخه وروستو وفاقي حكومت د سپريم كورټ د پرېكړه جاج اخستې او پارليمان قرارداد پاس كړې چې په هېواد كښې دې د صوبائي او د قومي اسمبلۍ ټاكنې په يوه ورځ وكړې شي۔ ده ووئيل سپيريم كورټ په پنجاب كښې ټاكنو لپاره د 14 مئي نېټه ټاكلې ده او د كے پي كے په اړه يۍ اړوند فورم سره د تماس نيولو وئيلي دي۔ ده ووئيل بېلو بېلو ټاكنو كولو سره به مالي مسئلو سره سره په سباؤن كښې هم يوه مستقل مسئله رامخې ته شي۔ ده ووئيل اندېښنه ده چې د پنجاب ټاكنو سره به د قومي اسمبلۍ ټاكنې هم وځپلې شي۔ ده ووئيل دا مهال د هېواد امنيتي صورتحال نازك دے او سولييزو ټاكنو لپاره د هېواد د پوځ نزدې نيمه برخه غوښتلې شوې ده د كومې وركول چې دا مهال ګران دي۔ دې سره سره د مالي كال په بجټ كښې د ټاكنو مصاريف نه مخصوص كېدل هم يوه مسئله ده۔ ده ووئيل د سپريم كورټ د از خود نوټس په اړه قانوني عمل روان دے۔ ده ووئيل كله چې د مارچ په اولنۍ نېټه د عدالت پرېكړه راغله نو زمونږ دريځ وو چې د درې په مقابله كښې د 4 اكثريت سره كېس خارج شوے دے۔ دغسې څلور ججانو درخواستونه خارج كړل او دوه ججانو كېس اورېدو څخه انكار وكړو۔ ده ووئيل كه فل كورټ د دې پرېكړه ونكړي نو هېواد كښې به سياسي او آئيني بحران سوا شي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې رايې ده چې د اكثريت پرېكړه دې د اقليت په پرېكړه كښې بدله نه كړې شي۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2017 كښې حكومت پرېكړه كړې وه چې راروانې ټول ټاكنې به د نوې مردم شمارۍ په بنياد كولې شي او دا مهال په هېواد كښې د مردم شمارۍ عمل روان دے۔ ده ووئيل په دوه صوبو كښې كه د پخوانۍ مردم شمارۍ او په وفاق كښې د نوې مردم شمارۍ په بنياد ټاكنې وكړې شي نو دې سره به مسئلې رامخې ته شي او سياسي ګوندونو ته به هم تحفاظت وي۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل هېواد دا مهال سياسي استحكام ته اړتيا لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه فل كورټ جوړ نه كړے شو نو هېواد كښې د آئيني او سياسي بحران رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ ده ووئيل د سپریم کورټ 13 كسيزه بېنچ په دې معامله يو څو ورځو كښې پرېكړه كولې شي او دې سره به ټول متفق وي چې ورسره په هېواد كښې د روان آئين او سياسي بحران څخه بچ كېدې شوو۔
متعلقہ مضامین
-
Another senior doctor dies of coronavirus in KP
-
FM for global efforts to address corruption for better future
-
37 Sri Lankan students arrive for studies
-
Buzdar seeks report from CCPO on molestation of two girls
-
Police crackdown intensified to eradicate drugs across the province
-
Pakistan reports increase in coronavirus infections in 24 hours
-
Qaim Ali Shah gets bail in illegal appointment case
-
Court extends Shehbaz, Hamza’s bail until Jan 4
-
689 LG candidates flexing muscles for 66 tehsil seats in KP
-
Two Pakistanis awarded for bravery by New Zealand: Christ Church attack
-
Tareen sets the record straight
-
Digital equivalence certificate verification service launched