اسلام آباد۔3جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ د ملائيشيا خپل همڅنګ انور ابراهيم سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده ته يۍ د وزارت عظمی په منصب سنبالولو مباركي وركړه۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د ملائیشیا نوي وزيراعظم او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د دواړو لارښودو ترمينځه د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو په لا پياوړې كولو موافقه وشوه۔ دوئي دې خبرې ته سلا شول چې د تجارت او سرمايه كارۍ په شمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكاري زياتولو له به د اعلی كچې پلاويو تبادلې ته خاص پاملرنه كولې شي۔ وزیراعظم شهبازشریف اقتصادي او تجارتي تړون او سياسي خبرو لپاره ملائيشيا سره په پراخا بنيادونو اډانه لرونكو اړيكو ته په لا وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو لارښودو د پاكستان او ملائيشيا ترمينځه د دوه اړخيزه تاريخي اړيكو لا پياوړتيا له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په پاكستان كښې د ماحولياتي بدلون په ناوړه اغېز ٬ د سېلاب په صورتحال او پاكستان كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ سره اړوند د روانې جنورۍ مياشتې په 9 مه نېټه جنېوا كښې په كېدونكي كنفرنس د خيالاتو څرګندونه وكړه په كوم كښې به چې نړيواله ورورولي د پاكستان د بحالۍ هڅو كښې مرستې له يو ځائې كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
Zardari challenges three more references under NAB ordinance
-
Punjab ideal for foreign investment: Buzdar
-
Taliban size up the threat from a tenacious IS-K
-
Masood Khan to be appointed as Pakistan’s ambassador to US
-
Man wounded in grenade blast in Quetta
-
Sugar price increases across Pakistan
-
IHC asks for report from chief commissioner over bonded labour
-
4.8 magnitude earthquake jolts Karachi, adjacent areas
-
Saudi Arabia always supported Pakistan in difficult times: Fawad
-
Huge responsibility on literati to guide nation on moral values: PM
-
4.8 magnitude earthquake jolts Karachi, adjacent areas
-
Sindh, Hubei sign MoU for sister-province relationship