اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان او سربيا ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت ٬ تجارت٬ د تجديد وړ توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې بلها موقعې موجود دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې سربيا لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير علي حېدر الطاف سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو ۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان او سربيا ترمېنځه تجارتي او د اقتصادي مرستې امكانات څخه ګټه پورته كول پكار ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي هلو ځلو ودې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل نومولے شوے سفير دې كاروباري او تجارتي روابط جوړولو او د دواړو هېوادونو د چيمبرز آف کامرس ترمېنځه مرسته زياتولو لپاره ستړې وكړي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل سفير دې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره كار وكړي او د اعليٰ تکنيکي تعليم، آئي ټي او كلتور پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټول پكار دي۔ صدر مملکت علي حېدر الطاف ته سربيا لپاره د پاکستان په سفير نومولے كېدو مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې سفير به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا بهترۍ لپاره د پاكستاني مشن هڅې لا ګړندۍ كړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to benefit from Denmark’s waste-to-energy experience: SAPM
-
Concrete steps on a war footing needed to help out Afghanistan
-
Process of DG ISI appointment to be completed soon: Fawad
-
Govt dedicated to preservation of trees; every tree being saved: PM
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Abro flays PTI govt over non-transfer of EOBI to provinces
-
PM asks nation to celebrate Eid Milad with full zeal
-
Persistent decline in Covid positivity ratio
-
One cop martyred, seven injured in blast near Balochistan University
-
Stars descend on Dubai for Pakistan pavilion in Expo 2020
-
Pakistan’s daily COVID-19 cases fall to lowest in a year
-
IHC seeks report regarding rare animals’ import