اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې ټولې نړۍ او پاكستاني اولس ته خواست دے چې د پاكستاني اولس د مرستې په چارو كښې بشپړه برخه واخلي، د سېلاب ځپليو سيمو د بحالې په عمل كښې دې مرسته وكړي، د سېلاب په وجه معيشت ته لوي زيان رسېدلې، د ابتدائي اندازو له مخې پاكستان ته به بحالې لپاره تقريباً د 10 اربه ډالرو نه زيات پكار وي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستاني حكومت او ملګرو ملتونو د شريك پاكستان فلډ رسپانس پلان 2022م پېل كېدو په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې تېر څلور كلونه د هېواد د تباهې وو، په سېلاب پروټېكشن پروګرام يوه روپې نه ده خرڅ كړې شوې، د هرې يوې څانګې كاركردګي صفر ده. ده ووئيل چې د سېلاب په وجه چې بېلا بېلو څانګو ته كوم زيان رسېدلې، مونږ ته پوره كولو لپاره به لويه سرمايه كاري پكار وي. ده خواست وكړو چې نړۍ دې د پاكستاني اولس د مرستې په چارو كښې بشپړه برخه واخلي، د سېلاب ځپليو سيمو د بحالې په عمل كښې دې مرسته وكړي. ده ووئيل چې مونږ ټولو ته په ګډه پاكستان بېرته په پښو ودرول دي، ډېره تباهي شوې. ده ووئيل چې پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو د هيومېنټرين كوآرډينېټر هڅې د ستائنې وړ دي. ده ووئيل چې په باران او سېلاب كښې د پومبې 50 فيصده فصل ځپلې شوې، هيله ده چې نړيواله ټولنه به د پاكستان مرستې لپاره وړاندې راشي
متعلقہ مضامین
-
Vladimir Putin will not visit Pakistan in July: FO
-
PM urges international institutions to act against India over terror financing
-
Qureshi regrets world’s inaction despite evidence provided against India
-
Summer in capital fragrances with mangoes’ aroma
-
Senior citizen spends pension on free distribution of plants to make air clean
-
BankIslami Pakistan Limited — PSX Gong Ceremony
-
NAB summons 4 PPP lawmakers in NICVD scam on 12th
-
President cautions of ‘unrest in India’ if persecution of Muslims continues
-
Electricity supply to Makran Division from Iran suspended
-
PML-N ruined textile sector, says Farrukh
-
Naya Pakistan Housing Authority to introduce free online form submission facility
-
Army to be deployed during AJK polls