اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كروندګرو آسانې لپاره په بلوچستان كښې ټيوب ويلونه په شمسي توان د منتقل كولو منظوري وركړې۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ګل په ورځ غونډه كښې دا منظوري وركړی شوې۔په غونډه كښې د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان٬وفاقي او صوبائي وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په شمسي توان د ټيوب ويلونو منتقلۍ سره به كه يو خوا كروندګرو ته د تعطل نه غېر برېښنا ترلاسه شي نو ورسره به د برېښنا په مد كښې په كېدونكي زيان قابو موندلو له مرسته وشي۔وزيراعظم د توان ډويژن او صوبائي حكومت ته د پروژې زر عملي كېدو په اړه د جامع پلان او حكمت عملۍ تيارولو او د پروژې په اړه د ټائم لائنز په بنياد د روډ مېپ جوړولو هدايت وكړو۔وزيراعظم ووئيل د بلوچستان سماجي او معاشي حالات تر مخه د حكومت لخوا د ټيوب ويلونو په مد كښې د اربونو روپو سبسډۍ سره هم كه يو خوا كروندګر ستونزو سره مخ دي نو بل خوا ګرځينده قرض هم پرله پسې مخ په زياتېدو دے۔د برېښنا په مد كښې د كېدونكي زيان نتيجې بلوچستان او د ټول هېواد اولس ته زغمل وي ځكه دا مسئله دې زر حل كړے شي۔ده ووئيل د سبسډۍ موثره او مناسب استعمال د حكومت وړومبنۍ ترجيح ده
متعلقہ مضامین
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
PM hopes Afghan leadership to work together for peace
-
PM’s UNGA speech ranked top in viewership of UN’s YouTube channel
-
IHC fixes Kulbhushan Jadhav case hearing for Oct 6
-
China’s maize-soybean strip intercropping technology yields results
-
Javed Iqbal reviews NAB’s monthly performance
-
PPP’s Nayyar Bokhari tests positive for coronavirus
-
Two terrorists killed, one arrested in North Waziristan
-
PML-N’s show in Lahore flopped: Shahzad Akbar
-
Experts for creating awareness on issues like child abuse, neglect
-
PM Imran expresses displeasure over sedition case against Nawaz Sharif: Fawad Chaudhry