ننكانه صاحب 30 جنوري (اے پي پي) د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير برېګېډئير ﴿ر﴾ اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د پي ډي اېم د جنورې د 31مې نېټې ډېډلائن به هم تېر شي، په حكومت به څه هم ونه شي، د سېنېټ ټاكنو نه پس به صورتحال بهتر شي، ټول قوم ګوري چې د سېنېټ په ټاكنو كښې درغلي اپوزيشن غواړي يا پي ټي آئي؟ چا ته به هم د رېلوے په زمكه د قبضې اجازه ورنه كړو. ده دا خبرې د خالي په ورځ په ننكانه صاحب كښې د نوي جوړېدوكي سټېټ آف دي آرټ رېلوے سټېشن د دورې په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې ټول قوم ګوري چې د سېنېټ په ټاكنو كښې درغلې څوك كول غواړي؟ د سېنېټ په ټاكنو كښې د پېسې استعمال پېل شوے. د وزيراعظم عمران خان خواهش دے چې د سېنېټ ټاكنې سپځېلې وشي، حكومت اوپن ووټنګ لپاره آئيني تراميم كوي. وفاقي وزير ووئيل چې د پرمختګ رفتار په تندې سره روان دے، د سېنېټ ټاكنو نه پس به صورتحال معمول ته راشي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پي ډي اېم ډېډلائن به تېر شي او د دې نه پس به احتجاج لپاره يوه نوې بهانه ولټوي. په دې موقع وفاقي وزير د لاهور شور كوټ په ټرېك د مسافر ټرېن د زر بحالې باور وركړو. د دې څخه وړاندې وفاقي وزير ته د رېلوے ډي آئي جي د جوړېدونكي رېلوے سټېشن او د رېلوے په زمكه د نورو پروژو په اړه بريفنګ وركړو.
متعلقہ مضامین
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
NUML’s Rawalpindi branch opens
-
FBR thwarts counterfeit cigarettes cartel
-
Indian spy arrested in Sialkot after crossing border
-
M-3 Motorway an example of building green supply chain
-
Punjab DG ACE dismisses 12 people from Service over multiple charges
-
Pakistan changes visa policy for Afghan nationals
-
At least 30 PIMS employees test positive for coronavirus
-
Security forces kill three terrorists in North Waziristan
-
Govt’s only priority is to arrest opposition leaders: Marriyum
-
Petition in IHC seeks ban on broadcast of Nawaz’s speeches
-
SNGPL BOD meeting held in Peshawar; gas related issues in the province discussed