اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) د هند دوهم هائی كمشنر ګوروف آهلو واله خارجه دفتر ته بيا رابللې شوې او د هندي عسكرو د اړخه په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په ضد په خلاف ورزیو ورته سخت احتجاج ریكارډ كړې شوې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائریكټر جنرل(جنوبی ایشیاء او سارك) ډاكټر محمد فیصل د هند دوهم هائی كشمنر ګوروف آهلو واله د زيارت په ورځ خارجه دفتر ته رابللې او په 31 جولائی د هندي عسكرو د اړخه په كنټرول لائن د جنګ بندۍ خلاف ورزیو غندنه ئې كړې ۔ د هندي عسكرو د اړخه نوسیری سیکټر كښې د ډزو په نتيجه كښې بې ګناه ميرمن بسمه شهيده شوي او د ماشوم پشمول نور 6 وګړي ژوبل شوې دي۔ وياند ووئيل هندي عسكرو په ایل او سی او ورکنګ باؤنډری شهری آبادی پرله پسې په نخښه كوي۔ ده ووئيل د هند د اړخه د وګړو په نخښه كول د افسوس وړ او د بشري وقار او بشري حقونو د نړيوال قوانین خلاف ورزی ده ۔ وياند ووئيل د هند د اړخه د جنګ بندۍ خلاف ورزیو سره سيمه ايز امن او سلامتیا ته خطر پیښ دے
متعلقہ مضامین
-
Rescue-1122 provided emergency service to 9392 people in June
-
President directs bank to refund defrauded money to senior citizen
-
Two held for supplying 600 dead chickens
-
Govt ready to raise basic power tariff by Rs7.91 under IMF condition
-
Seminar on role of laboratory science in managing drug abuse held
-
People’s Bus Service to start on Clifton, DHA, Gulshan-e-Hadeed routes
-
Rangers organize medical camps for prevention of lumpy skin disease
-
Stranded Hajj pilgrims permitted to leave for Jeddah
-
LHC moved against Imran, Yasmeen over ‘malicious campaign’ against institutions
-
The Sacrifice for Eternity
-
IPRI launches ‘Readers Lounge’ to enable easy knowledge access
-
LHC orders Bushra Bibi’s brother to join ACE inquiry