اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح د وژن په رڼا كښې د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې اړيكې غواړي٬ هند سره د جمو او كشمير پشمول ټولې شخړې د امن خبرو د لارې حل كول غواړو٬ په منطقه كښې به امن او خوشحالې لپاره خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده دا خبرې په هند كښې د پاكستان نومول شوي هائي كشمنر معين الحق سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل چې د تعميري رابطه كارې د لارې به پاكستان په منطقه كښې امن او خوشحالې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ د پاكستان لخوا د كرتارپور لارې پرانستلو پرېكړه په دې لړ كښې د ستائنې وړ ده۔ دې سره به سكهان خپل تر ټولو مقدس مذهبي ځائ ته رسنه ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې دا اقدام سوئيلي اسيا لپاره د لوي بدلون سبب كېدے شي۔ دې سره په منطقه كښې د جګړې په ځائ مرسته٬ د دښمنې په ځائ امن او د نفرت په ځائ دوستې ته وده وركول كېدے شي۔ اولس مشر نومول شوي هائي كمشنر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې هغه به پوره جذبې او خوارې سره خپله وظيفه ترسره كړي او د اولس په ګټه به سيمه ايز استحكام او سولې لپاره د پاكستاني حكومت پاليسي عملي كولو لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي
متعلقہ مضامین
-
Court extends Moonis Elahi’s bail in money laundering case
-
Court extends interim bail of Moonis Elahi, others in money laundering case
-
ECP orders cancelation of NAB DGs’ transfers
-
Pakistan’s coronavirus positivity ratio drops to 3.45%
-
Heavy rains leave 25 dead in Balochistan
-
GT road blockade near Lala Kala cattle market irks motorists, passengers
-
Court extends Imran Khan’s interim bail in 15 cases to July 18
-
Sea transportation by ferry service to provide decent, economical facility: President
-
IHC tells detained TV anchor’s counsel to approach LHC
-
Punjab CM approves one-month remission in prisoners punishment
-
Alvi writes to PM over violence against media
-
Eid-ul-Azha: A festival beyond sacrificing animals