اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د اولډ اېچ هومز جوړولو لپاره د سينئر سټيزن بل 2019 ٬ د ماشومانو حقونو لپاره د نېشنل كمېسون جوړولو اصولي منظوري وركړې ده او د سعودي عرب لخوا د حج كال 2019 كوتې زياتوالې د سركاري حج سكيم له مخې پكار راوستلو ٬ اسلام آباد كښې په ماډل زندان جوړولو كښې د بې ضابطګو معامله پلټنو لپاره اېف آئي اے ته د سپارلو پرېكړه كړې ده ٬ هېواد كښې د هوائي مېدانونو غوره انتظام باوري كولو لپاره په يوه اوونۍ كښې د سباٶن لائحه عمل مرتب كولو پرېكړه كړې ده٬ وزيراعظم عمران خان به د حج وړومبنې پرواز حجيانو ته پخپله مخه ښه وائي۔ د وفاقي کابينې غونډه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې وشوه ۔ د غوندې نه پس وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د كابينې د غونډې پرېكړو پحقله خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دوهم وزير حماد اظهر ته د وفاقي وزير په چوكۍ ترلاسه كېدو مباركي وركړه۔ دې ووئيل كابينې پرېكړه كړې چې د وزيراعظم په درخواست د سعودي حکومت لخوا ترلاسه شوې د حج اضافې كوټه به د سركاري حج سكيم له مخې كارولې شي۔ دې ووئيل کابينې وئيلي دي د حج پرواز به د جمعې په ورځ روانېږي او وزيراعظم ووئيل زه به خپله حاجيو ته په مخه ښه وائم ٬ خاص مرستيالې ووئېل كابينې زبېر ګېلاني د سرمايه كارۍ بورد چيئرمېن غوره كولو منظوري وركړې ده ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كابينې اسلام آباد کيپيټل لپاره د سينئر سټيزن بل 2019ء اصولي منظوري وركړې٬ د دې قانون له مخې به سينئر سټيزن کونسل جورولې شي٬ د قانون له مخې اولډ اېج هومز به جورولې شي او د قانون له مخې به د مشرانو يا سپين ګيرو وګړو آسانيو لپاره نور اقدامات هم كولې شي٬ دې ووئېل کابينې د ماشومانو حقونو لپاره د نېشنل كمېسون جورولو اصولي منظوري وركړې ده٬ کابينې امر كړې چې په دې لړ كښې دې اړوند قوانين ته زر تر زره حتمي شكل وركړې شي۔ وزيراعظم امر كړې د بې دركه شوو او د تخښتولې شوو ماشومانو دې په قامي كچه ډېټا بېس جوړ كړې شي او په دې لړ كښې دې د ون ونډو آپرېشن انتظام وكړې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كابينې د شمالي کوريا وګړو لپاره د پاكستانو ويزو پحقله د تګلارې وضعه كولو هم منظوري وركړې ده ٬ د دې تګلارې له مخې به د پاکستان ټولو سفارت خانو څخه د شمالي کوريا د وګړو ورك ويزا خارجه وزارت ته لېږلې شي٬ دې ووئېل کابينې د سي ډي اے د كال 20-2019 د بجټ اندازو منظوري وركړې٬ د سي ډي اے لخوا كابينه ته ووئيل شول تر اوسه د سي ډي اے لخوا ميټرو پوليټن کارپوريشن اسلام آباد ته 16 اربه روپۍ قرض وركړې شوې او په دې لړ كښې يوازې يو ارب روپۍ د برېښنا مياشتيز بل ښودلې شوې۔ دې ووئيل كابنيې په دې امر د تشويش څرګندونه كولو سره پرېكړه وكړه چې اېف آئي دې د خرڅونو پلټنې وكړي دغسې چې حقائق رامخې ته شي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د اسلام آباد نوې ماسټر پلان ته حتمي شكل وركولو عمل دې زر تر زره بشپړ كړې شي۔خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل وزيراعظم امر كړے چې د سي ډي اے ري اسټرکچرنګ لپاره دې تجويزونه زر تر زره رامخې ته كړې شي۔ دې ووئيل كابينې د اسلام آباد په اېچ 16 سېكټر كښې د ماډل زندان په جوړولو كښې د بې ضابطګو معامله پلټنو لپاره اېف آئي اے ته د سپارلو پرېكړه وكړه٬ په عونډه كښې د شېخ زيد پوسټ ګريجويټ ميډيکل انسټيټيوټ، د جناح پوسټ ګريجويټ ميډيکل سنټر کراچۍ، د نيشنل انسټيټيوټ آف کارډيو ويسکولر ډزيزز کراچۍ او د نېشنل انسټيټيوټ آف چائلډ هيلتھ صوبو څخه وفاقي حكومت ته د منتقل كولو د معاملې جاج واخستلې شو ٬ کابينې پرېكړه وكړه چې په دې لړ كښې به سپريم کورټ آف پاکستان سره مراجعه كولې شي او عدالت به د وفاقي حكومت د مالي ستونزو څخه خبرولې شي٬ دې ووئېل عدالت به خبرولې شي چې په دې لړ كښې به صوبائي حكومتونو سره معاملات سم كړې شي دغسې چې صوبائي حكومتونه د دې انتظام دوامداره اوساتي۔ دې ووئيل کابينې د شاہ جهاں مرزا د پرائيوېټ پاور اېنډ انفراسټركچر بورډ اېم ډي د غوره كولو منظوري هم وركړې ده ٬ دغسې كابينې د څلوېښت زره روپو ماليت د پرائز بانډز ختمولو منظوري هم وركړې ٬ بانډ کېش كولو لپاره به مناسب وخت وركولې شي٬ دې ووئېل كابېنې د نجكارۍ لپاره د كابينه كمېټۍ د جون په 17مه نيټه كال 2019 غونده كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو٬ دې پرېكړو كښې د ټولو نه مهمه پرېكره د پاكستان سټيل ملز پحقله وه چې له مخې به ېې سټيل ملز د حكومت ملكيت وي دغسې چې د دې انتظام د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ له مخې وچلولې شي۔ خاص مرستيالې خپل پرېس برېفننګ كښې ووئېل د توان په څانګه كښې د ډسكوز نجكارۍ پحقله هم كابينه ته بريفنګ وركړې شو٬ په غونډه كښې د كابينې په پرېكړو د عملدرامد پحقله بريفنګ هم وركړې شو چې پكښې ووئېل شول كابينې تراوسه 856 پرېكړې كړې چې پكښې 789 عملي كړې شوې ٬ په 45 كار روان دے ٬22 تاخير سره مخ دي او 42 پرېكړې كومې چې نورو هېوادونو سره د اېم او يوز يا لوظنامو پحقله دي زېر التواء دي۔دې ووئېل د غونډې په مهال د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر كابينې ته د احساس پروګرام او په دې د عمل درآمد پحقله په راتلونكو شپږ مياشتو كښې په لائحه عمل بريفنګ وركړو٬ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل دا مهال د آمدن په اعتبار سره 24.3 فيصده غربت او ملټي ډائمنشنل په اعتبار سره د غربت شرح 38.8 فيصده ده٬ دې ووئيل د تصديق شوو سركاري شمېرو له مخې په تېرو كلونو كښې خېبر پښتونخوا كښې د ټولو نه زيات غربت كښې كمې راغلې۔ دې ووئيل د احساس په پروګرام عملدرآمد كښې 28
متعلقہ مضامین
-
PTI’s disintegrative agenda hurts nation feelings: PPP
-
Fiji reports more COVID-19 cases
-
PM for reinvigorating ties with Japan in trade, investment
-
4,290 patients checked, 1,033 operated at free eye camp in Kabul
-
Federal cabinet reinstates Saturday holiday, reduces petrol usage of employees by 40%
-
NA suggests moving SC against Imran
-
Leaked audio clip only ‘tip of iceberg’
-
Civic bodies put out Trail-3 inferno after strenuous efforts
-
Balochistan Govt wins hearts of people by approving new districts for their interest: Farah
-
PTI govt removed Benazir’s name from BISP for political gains: Marri
-
SC larger bench to hear former IHC judge Shaukat Aziz’s petition
-
Another leakage of Urdu paper for class first year in Larkana