اسلام آباد 22 مارچ(اے پی پی)د ماليزيا وزيراعظم ډاكټر مهاتير محمد د پاكستان او ماليزيا د ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي چې پاكستان او ماليزيا ښه اړيكو او نزدې مرستې ته د ودې وركولو شريك وژن او خواهش لري٬په ګډه مخ په وړاندې تللو كښې زيات امكانات او موقعې لرو٬دې سره به زمونږ اقتصادي اړيكو ته وده ترلاسه شي٬زما دورې سره به نه يوازې د ملګرتيا اړيكې بلكې تجارت او د سرمايه كارۍ رابطې هم قوي شي٬د بدلون د نوې دور څخه تېرېږو كوم چې د صنعتي انقلاب دور دې٬د اوسني دور تقاضې پوره كولو لپاره جديد ټېكنالوجي څخه استفاده كولو ته اړتيا ده۔ده د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اړخه وركړې شوې مېلمستيا ته خطاب كولو۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان٬د وفاقي كابينې غړي٬پارليماني غړي او سول او عسكري چارواكي هم موجود وو۔د ماليزيا وزيراعظم ډاكټر مهاتير محمد ووئيل زه د پاكستان حكومت٬اولس مشر او وزيراعظم د پاكستان قامي ورځ په موقع د دورې په بلنه مننه كوم۔پاكستان ته په راتګ ډېر خوشحاله شوې يم۔ده ووئيل د پاكستان او ماليزيا ترمينځه د آزادۍ نه پس سفارتي اړيكې جوړی شوي كوم چې تل لپاره د ملګرتيا اړيكې دي۔ده ووئيل اوس مونږ د بدلون د يو نوې دور څخه تېرېږو كوم چې د صنعتي انقلاب دور دې دې سره د وګړو په ژوند كښې بدلون راځي٬مونږ له به د دې نوې رجحاناتو او ټېكنالوجي حاجت پیژندل وي دغسې چې د خپلو معيشتونو پرمختګ لپاره د دې څخه استفاده وكړو۔ده ووئيل مونږ په ګډه د كار كولو زياتې موقعې لرو۔د ماليزيا كاروباري كسان راغلي د كومو چې د پاكستان د كاروباري ورورولۍ ملاقاتونه شوي٬هغوي ته د يو بل پیژندلو او د رابطو جوړولو موقع ترلاسه شوې۔ده ووئيل د ماليزيا وګړي د پاكستان اولس پیژني٬هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته به وده ترلاسه شي۔ده ووئيل مخ په وړاندې تګ لپاره د اولس او قيادت په كچه نزدې اړيكو ته وده وركول زيات اهميت لري۔ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمينحه پھ ټولو څانګو كښې نزدې مرستې ته ودې وركولو له چمتو يو۔د پاكستان او ماليزيا لويې ماركيټونه دي چرته چې د آبادۍ حاجت پوره كولو لپاره هغوي ته د تجارت او كاروبار حاجت دې۔دواړه هېوادونه په بېلو څانګو كښې پراخا موقعې لري د كوم څخه چې ګټھ پورته كېدې شي۔په ماليزيا كښې د سېلګرۍ څانګه د هېواد په معيشت كښې بنيادي حېثيت لري او د زرمبادلې په اړه دا دوهمه لويه څانګه ده۔ده ووئيل په پاكستان كښې هم د سېلګرۍ ودې زياتې موقعې شته۔د ماليزيا وزيراعظم ووئيل پاكستان په دې لړ كښې د ماليزيا تجربو څخه استفاده كولې شي۔ده د خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل چې دې سره به نه يوازې دوه اړخيزه اړيكو ته وده ترلاسه شي بلكې په اولسي او د قيادت په كچه شريكې رابطې به هم قوي شي۔ده ووئيل پاكستان او ماليزيا اړيكو او نزدې مرستې ته د ودې وركولو شريك وژن لري۔ده په ښه مېلمستيا كولو او د هېواد تر ټولو اعلٰی سول اعزاز نشان پاكستان په
متعلقہ مضامین
-
Hamza Shehbaz will not resign as Punjab CM, says Tarar
-
‘New generation should work for welfare of poor people’
-
Govt bans import of luxury, non-essential items
-
Timely completion of development schemes in Kurram district stressed
-
Pakistan, Sri Lankan T20I series to kick off on May 24
-
NA Speaker declares Raja Riaz Ahmad as leader of opposition
-
SC puts ban on appointments, transfers in high-profile cases
-
PCJCCI to set up Pak-China technology gateway
-
JKLF condemns Yasin Malik’s sham conviction in a false case
-
Govt ‘reviving’ NACTA, reviewing NAP to counter terror: Marriyum
-
Pakistan, China enjoy exemplary strategic relations based on mutual respect: Marriyum
-
Court adjourns hearing of Ramzan Sugar Mills, Ashiana Iqbal references