اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ځوانانو زور راوړې چې ځوانان دې سماجي او اقتصادي پرمختګ له د حكومت د هڅو ملګرتيا وكړي۔د ماشومانو په تعليم او تربيه كښې استاذان په زړه پورې كردار لري٬علم ښودل صدقه ده٬د هېواد سماجي او اقتصادي ښه والي لپاره هڅې كول يوازې د حكومت كار نه دے٬بلكې د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره د ځوانانو ګډون ته هم اړتيا ده۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د اقراﺀ پوهنتون كانوكېشن ته خپل خطاب كښې وكړی۔ده ووئيل د دې ګريجوېټس ځوانانو دا فرض دي چې هغوي د هېواد او ټولنې خذمت وكړي۔دوي د پاكستان اولس هېر نه كړي د كومې په سوب چې هغوي دې ځاې ته رارسېدلې دي ۔اولس مشر د ماشومانو په تعليم او تربيه كښې د استاذانو او مور او پلار كردار رامخې ته كولو سره ووئيل د ټولنې خذمت كوونكي د قدر وړ دي۔د ماشومانو تعليم او تربيه كښې استاذان كردار لري او د وخت سره سره د استاذانو ذمه وارۍ زياتېږي۔ده ووئيل د تعليمې معيار ښه كولو سره د نړۍ لپاره مثال ګرځېدې شو٬حاجت د دې خبرې دې چې وګړو ته د تعليم او تحقيق تر جديدو ذريعو رسنه وركړی شي۔اولس مشر ووئيل د تعليم څانګه د وخت سره سره جدت اختياروي۔د بېلو څانګو په اړه معلومات په وخت ترلاسه كېدې شي۔اولس مشر عارف علوي ووئيل علم يوه نه ختمېدونكې او لا محدوده سلسله ده۔ده زده كوونكو ته تاكيد وكړو چې داسې علم زده كړي چې ورسره ټولنې ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د پاكستان تاريخ د بشري همدردۍ او اعلٰی اخلاقي اقدارو مثالونو څخه ډك دې۔ده ووئيل پاكستان په پراخه زړه ګڼ شمېر افغان كډوالو له پناه وركړې۔پاكستان د 35 لكه افغان ګدوالو كوربتوب كوي۔ده په دې موقع د ځينو لوېديزو هېوادونو د رويې ذكر وكړو چا چې د لږ شمېر كډوالو قبلولو څخه هم ډډه كړې ده ۔
متعلقہ مضامین
-
PM Shahbaz meets Nawaz Sharif thrice to deliberate on political matters
-
Dust storms, rain to bring slight relief for heat stricken in coming days: PMD
-
Prices of petrol to remain unchanged: Miftah
-
Bilawal House conspired against Imran khan; don’t blame White House: PPP Chairman
-
Hot, partly cloudy weather likely to prevail in KP: Met office
-
OIC statement against IIOJK delimitation hits a nerve in India
-
Matric exams for Karachi students begin
-
Sherpao condoles with families of slain Sikh shopkeepers
-
Hamza Shehbaz will not resign as Punjab CM, says Tarar
-
‘New generation should work for welfare of poor people’
-
Govt bans import of luxury, non-essential items
-
Timely completion of development schemes in Kurram district stressed