اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان او هند په شخړه كښې د ټولو نه زيات زيان پنجابيانو او كشميريانو ته رسيږي ٬ مونږ درې جنګونه د دې نه وراندې هم كړي٬ جنګ د چا په ګټه نه دے٬ جنګ كښې ګټه نه وي ټول زيان وي٬ خبرې اترې د شخړو د هواري لار ده٬ خو نرېندر مودي يوازې د سياست او ټول ټاكنو پروا لري٬ دا مهال نړيوال فشار په پاكستان نه په هند دے ٬ نړۍ هند ته د تاو تريخوالي ختمولو لپاره وائي٬ د امنيت او د خلقو د حفاظت له مخې سمجهوته اېكسپرېس بند كړې شوې خو زر به بحال كړې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې راډيو بي اېس اېس پنجابي (اسټراليا) سره كړې۔ ده ووئيل مونږ وئيلي وٶ چې په ترهګرۍ به هم خبره كوٶ٬ زمونږ هېواد كښې د جنګ ماحول نشته ٬ زمونږ پام د هېواد معيشت قوي كولو ٬ د سرمايه كارۍ ودې او د غربت خاتمې پلو ګرځولې شوې۔ ده ووئيل په هندۍ ميډيا د پاكستان په ضد كمپائن چلېږي او زمونږ ميډيا د امن پېغام وركوي۔ چوهدري فواد ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوٶ او د ترهګرۍ په ضد مونږ ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره سيمه ايزه مرسته ضروري ده٬ شخړې زيانمندې وي ځكه چې انتها خوښي ورسره زياتېږي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خاتمې له به شريكې هلې ځلې پكار راوستل وي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل هندي ميډيا د جنون لاره خپله كړې ،(هېش ټېګ # say no to war پاکستان څخه پېل شوې او ګرده نړۍ كښې ټاپ ټرېنډ جوړ شوې۔ د هندي ټي وي چېلنز بندولو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل هندي چېلنز پاكستان كښې لېنډنګ رائټس نه لري ځكه بند كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خبريالانو تګ راتګ غوښتل او په ويزه پاليسو كښې مونږ آسانۍ پېدا كول غوښتلې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې پكار دي ځكه چې اوس يوازې هېواد نه منطقې پرمختګ كوي
متعلقہ مضامین
-
PTI sweeps LG elections in KP, says Farrukh
-
Govt to make no compromise on national integrity, sovereignty: Faisal
-
Workshop stresses trade exchanges between China’s Yiwu and Karachi
-
Fawad issues directives for establishment of commission to probe global conspiracy for regime change
-
Instead of becoming a part of any block, Pakistan chooses to be a partner in peace: FM
-
11 Ramazan Bazaars established in Multan
-
Four snatchers arrested, 6 stolen motorcycles recovered
-
Seeking fresh mandate normal democratic practice: Fawad
-
CM for laying foundation stone of Swat Motorway Phase-II next week
-
Robot vacuums used to clean, sanitize roof of Holy Kaaba
-
Parliament dissolution deprives Pakistanis of right to choose govt: HRW
-
PML-N says early election not a problem