اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د پاكستان او نورو غړو هېوادونو باور ترلاسه كولو نه غېر د سشما سوراج او آئي سي غونډې ته بلل د افسوس وړ دي۔ پاكستان په نړۍ كښې د ځانله كولو هڅو كښې بوخت مودي سركار چې په نړيوال ګډر د كومې ماتې سره مخ شوې د دغې سبب د هند بې بنسټه ډنډورې دي۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم منطقه كښې د امن په ځائې كولو پلو يو لوئې ګام دے۔ پاكستان د خېر سګالۍ جذبې څرګندونه كولو سره ثابت كړې چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اګر چې هند د پاكستان د پولو خلاف ورزي كړې ولې د پاكستان تدبر لرونكې مشرتابه معامله اوږده نه كړه او د زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د خېر سګالۍ جذبې ترمخه د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم به منطقه كښې د امن په ځائې كولو پلو يو ګام وي۔ وفاقي وزير د هندي پائيلوټ د خوشې كولو امر د پاكستان اخلاقي فتح ګرځولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان دې پرېكړې ته په ټوله نړۍ كښې د قدر په نظر كتلې شي او نړيوالې ميډيا د پاكستان وزيراعظم له د امن سفير خطاب وركړې۔ بلخوا هندي حلقې د دې ګام په غېر متوقع ولې مثبت ګرځولو مجبور شوي ۔ غلام سرور خان ووئيل د پاكستاني مشرتابه غوره حكمت عملۍ په سبب جنګي محاذ سره سره په سفارتي محاذ هم پاكستان تاريخي كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئېل پاكستان په فعاله ډول خپل موقف نړۍ ته وړاندې كړو او د كشمير مسئله ئې رامخې ته كړه چې لامله ئې د كشمير د پخوانۍ مسئلې د سولييز حل لاره هوارېدل په نظر راتلل پېل شوي ۔
متعلقہ مضامین
-
Shahbaz, Zardari, Bilawal discuss political situation
-
PTI pleads SC to form full court on presidential reference
-
NA session starts with single agenda of PM’s election
-
LCCI greets its former chief Shahbaz Sharif over becoming PM
-
Pakistan slams Indian forces killing spree in IIOJK
-
79th Formation Commanders’ Conference takes note of propaganda campaign to malign Pakistan Army
-
What Indian analysts have to say about Shehbaz’s election
-
Constitution of law committees at tehsil level agreed
-
Five held for kite flying, selling
-
Coalition must work together for electoral reforms: Bilawal
-
PM Shehbaz orders to immediately control electricity outages
-
Seven dead, 972 injured in road accidents