اسلام آباد 25 فروري(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ګل په ورځ د چين خپل همڅنګ وانګ ژي سره ټېلي فوني تماس نيولې او هغه ئې مقبوضه کشمیر كښې د پلوامه پېښې نه پس د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال پحقله خبر كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير په پرله پسې ملاتړ د چين مننه وكړه۔ ده په منطقه كښې امن او استحكام او هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو له د پاكستان خوښي رامخې ته كړه ۔ وفاقي وزير تاؤ تريخوالې كمولو لپاره د پاكستان لخوا په پورته كړو اقداماتو هم رڼا واچوله۔ د چين خارجه وزير په ټېلي فون كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كولو سره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران دې ته سلا شول چې د پېدا شوي سيمه ايز صورتحال د منطقې امن او سلامتيا لپاره د سنګين مضمراتو وړ دے۔ ده د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ګران قدر خدماتو اعتراف وكړو كومو لپاره چې پاكستان لوي زيان پورته كرې ۔ دواړو خارجه وزيرانو د سيمه ايزې وضعې پحقله يو بل سره تماس ساتلو لپاره اتفاق وكړو
متعلقہ مضامین
-
Reference against Justice Isa was a mistake: Imran
-
Four injured in Chagai protests against driver’s killing
-
ECP extends nomination papers’ deadline for Balochistan LG polls
-
Rs3.15 per unit hike in power tariff sought
-
Foreign funding case: PTI wants ECP to summon other parties too
-
Commission unanimously restores chairperson HEC’s powers
-
Arrangements finalized for Youm-e-Ali (RA)
-
Kashmiris to remember Allama Iqbal on 84th death anniversary
-
IHC fixes PTI’s appeal in foreign funding case for hearing
-
AJK PM takes stringent notice of Bagh rape incident
-
HHRD distributes Rs50m food packages among orphans
-
Diplomats urged to portray Pakistan’s positive picture