اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پارليمان د اړخه به هم هند له شريك ځواب وركولې شي٬قامي اسمبلۍ كښې به د هند په جنګي جنون بحث كولې شي٬د مېډيا مسئلو په اړه د پارليمان خاص كمېټۍ پھ جوړولو به غور كولې شي۔په قامي اسمبلۍ كښې به د هند په ضد شريك قرارداد هم منظورولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پارليماني خبريالانو اېسوسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ټول قام به د هندي جنګي جنون په ضد يو موټې شي او ځواب به وركوي۔اسد قيصر ووئيل د هند د جنګي جنون په معامله د سېنېټ چيئرمېن٬په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر او نورو لارښودو سره خبرې شوي دي۔ده ووئيل خارجه وزير سره هم خبره شوې۔ شريك او متفقه قرارداد به منظورولې شي۔ده ووئيل غواړو چې زياته قانون سازي اوشي او اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د سپيكر په حېث د ايوان كسټوډين يم٬ټولو سره په ګډه كار كولې شي۔د مېډيا بحران حل كولو له كردار ترسره كولوته چمتو يم۔ده ووئيل پي آر اے دې خپل تحريري تجويز وړاندې كړي۔د وزيراعظم سره به په دې حقله خبره كولې شي۔د مېډيا د مسئلو به اړه د پارليمان خاص كمېټۍ په جوړولو غور كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
China and Pakistan sign MoU to enhance vocational training
-
CM pays tribute to Pakistan Army martyrs
-
Ombudsman inspection team visits NADRA center
-
Rs3.27/unit raise in power tariff for Karachi consumers
-
Agencies plan to ‘assassinate’ PM Khan: Fawad Chaudhry
-
Heatwave likely to grip Pakistan
-
‘No agreement with MQM-P regarding new administrative units’
-
IRSA releases 89212 cusecs of water
-
‘PHC committed to ensure patient safety’
-
A letter that never came
-
Opposition protests over rejection of no-confidence motion against PM
-
Imran de-notified as prime minister