اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سعودي عرب او ددې اولس نه يواځې دمكې او مدينې په سوب زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي بلكې سعودي عربستان زمونږ عظيم ملګرې هېواد دے كوم چې په هر سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړې ده۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې په مهال د وزيراعظم عمران خان لخوا د سعودي ولي عهد او دده پلاوي په درناوي كښې د ماسختوتن مېلمستيا دستوره وشوه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد ، وزيرانو او پلاوي كښې د شامل نورو مېلمنو په شمول د مېلمستيا دستوره كښې د ګډون كوؤنكو مېلمنو مننه كولو سره ولي عهد او دده پلاوي ته پاكستان ته په راتلو هركلې ووې۔ ده ووئيل څو مياشتې وړاندې زه د وزيراعظم په حېث مكه او مدينه منورې ته لاړم په دغه مهال كعبې ته او د رسول اكرم (ص) روضې ته دننه د تلو وخت ما لپاره د ژوند تر ټولو غوره موقع وه په دې زه د لوئے څښتن مننه كوم۔ ده ووئيل سعودي عربستان په ناوړه معاشي حالاتو كښې زمونږ مرسته كړې ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې په څولسيزو مشتمل دي ولې مونږ دا اړيكې مخ په بره بوتلل غواړو۔ ده ووئيل پاكستان كښې سعودي سرمايه كارۍ او شراكت دارۍ سره به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ ده ووئيل پاكستان د معدنياتو په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ د سېلګرۍ څانګې په اړه زما ولي عهد سره وزيراعظم هاؤس ته د راتلو په موقع خبرې شوي دي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان په ډول پاكستان هم د سېلګرۍ څانګې ته خاص پام كوي۔ ده ووئيل پاكستان كښې هم د سېلګرۍ څانګه تندۍ سره پرمختګ كوي۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك تر سېوري لاندې د نړۍ لوئې ماركيټ چين سره تړلې شي او زه سعودي عربستان ته دې كښې د شراكت دارۍ بلنه وركوم۔ ده ووئيل ما غوښتل چې ولي عهد د پاكستان اوږده دوره وكړي ولې د سېكورټي مسئلو لامله هغه دوه ورځنۍ دوره كوي۔ وزیراعظم عمران خان د خپلې سېكورټۍ نه زياته مهمه د ولي عهد محمد بن سلمان سېكورټي وګرځوله۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل چې پاكستان څخه سعودي ته حج لپاره تلونكو پاكستانيانو له دې په پاكستان كښې د امېګرېشن اجازه وركړې شي ۔ ده په خاص توګه سعودي عرب كښې د كار كوٶنكو پاكستانيانو لپاره د مراعاتو ذكر كولو سره ووئيل د سمندر نه پورې غاړه كار كوٶنكي دا پاكستانيان مالپاره دېر خاص دي څوك چې زما په زړه كښې اوسېږي۔ ده ووئيل چې د خپلې كورنۍ او ماشومانو نه لرې كار كولو سره پاكستان ته زرمبادله رالېږي۔ وزيراعظم ولي عهد ته خاص خواست وكړو چې دې خاص او ډېر مهمو خلقو لپار دې آسانۍ پېدا كړې شي ځكه چې دوي خپل كور او خپل بال بچ پرېښودو سره كار كوي۔ د ماسخوتن د مېلمستيا دستورې ته خپله وېنا كښې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ووئيل سعودي او پاكستان ورونړا هېوادونه دي كوم چې په سخت وخت كښې تل يو ځائ پاتې دي۔ ده د پاکستان او د د دې قيادت عظيم ګرځولو سره ووئيل مونږ باور لرو چې سباٶن كښې به پاكستان د يو مهم هېواد په توګه رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ له په ګډه ډېر څه كول دي٬ نن په وړومبي پړاٶ كښې د 20 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ لوظنامې شوې دي كومې چې به لا زياتولې شي۔ ده ووئيل د سېلګرۍ په څانګه كښې زما وزيراعظم عمران خان سره خبرې شوې دي او ھغه وئيلي دي چې مونږ د سېلګرۍ ودې لپاره كار كوٶ۔ ده ووئيل سعودي كښې د سېلګرو موجوده شمېره 80 مېليونه ده كوم چې تر سل مېليونه پراخه كول غواړو۔ ده ووئيل چې سعودې به د سېلګرو په شمېره كښې په راتلونكو څو كالونو كښې د 50 مېليونو نوره اضافه كوي۔ ده ووئيل مونږ به نه يوازې شريكې پرمختګ او استحكام لپاره كار كوٶ بلكې پاکستان او سعودی عرب په ګډه سيمه ايزې او د مطنقې په پرمختګ كښې هم كردار لوبولې شي
متعلقہ مضامین
-
83 new Covid-19 cases reported across Punjab
-
FBR seizes smuggled goods worth Rs450m
-
PML-N says govt used public funds for Islamabad rally
-
PTI govt to face opposition’s move of no-confidence with confidence: SACM
-
Local political players part of global conspiracy to enslave Pakistan forever: Fawad
-
Opposition to face defeat: CM
-
Chairman Senate calls on AJK PM
-
Eyewitnesses to be cross examined in Priyantha case from today
-
Opposition is united; Imran to go home: Fazlur Rehman
-
Initiative launched to help Pak expats find better reintegration
-
Chairman Senate, AJK PM discuss political situation
-
School will remain close for two days in Chitral