اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په خېبرپښتونخوا كښې د توان د بېلا بېلو معاملو په اړه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې په اېن ټي ډي سي٬سي پي پي اے او د توان په اړه په ټولو وفاقي ادارو كښې د صوبائي نمائندګۍ باوري كولو پريكړه وكړې شوه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان٬د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د توان ټاسك فورس چيئرمېن نديم بابر٬د خېبرپښتونخوا د وزيراعلٰی صلاحكار حمايت الله او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په خېبرپښتونخوا كښې د تېل او ګاز پیداوار٬د برېښنا جوړولو د بېلا بېلو پروژو په پرمختګ او د توان په اړه په بېلا بېلو معاملو خبرې وشوې۔د صوبو ترمينځه د نېټ هائيډل ګټې او د اے جي اېن قاضي فارمولې په اړه معاملې حل كولو لپاره د كمېټۍ جوړولو پريكړه هم وشوه۔كمېټي به په راتلونكي يوه اونۍ كښې د سباؤن لائحه عمل لپاره وړاندېزونه وركوي۔په خېبرپښتونخوا كښې د پېدا كېدونكې برېښنا نورو صوبو او د هېواد نورو برخو له وركولو لپاره د ويلنګ آسانې له د مرستې پريكړه هم وكړی شوه۔د صوبائي حكومت لخوا به په ځايې توګه د پېدا كېدونكي ګاز د غلام مخ نيوي لپاره په يوه مياشت كښې دننه لائحه عمل وړاندې كولې شي۔پھ غونډه كښې پريكړه وشوه چې د تېل او ګاز د پېداوار څخه د ترلاسه كېدونكي آمدن څخه به هغو سيمو ته مناسبه برخه وركول باوري كولې شي چرته چې تېل او ګاز پېدا كېږي۔د توان وزير په دې موقع په پيسكو ريجن كښې د برېښنا په اړھ بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د پيسكو د بورډ د تشكيل نو پريكړه هم وكړی شوه۔وزيراعظم ته د مائيكرو هائيډل پروجېكټ ترسره كېدو او په دې لړ كښې د پرمختګ په اړه بريفنګ هم وركړی شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول پھ راتلونكو دريو مياشتو كښې به په بشپره جوړ 356 مائيكرو هائيډل پروجېكټ كميونټۍ ته وسپارلې شي۔د توان پروژو لپاره پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ قانون ته حتمي شكل وركولې شي۔په غونډه كښې د توان ټاسك فورس چيئرمېن نديم بابر لخوا د توان صورتحال په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔راتلونكو 25 كلونو
متعلقہ مضامین
-
Country’s exports witness ‘record increase’ of 26% in 8 months: Farrukh
-
Prophet (PBUH)’s life the best guide to ensure human rights, socio-welfare norms: PM
-
Pakistan needs large number of doctors in future: Health Minister
-
Opposition ‘finalises’ no-trust motion plan
-
Ravi Urban, Central Business District projects to save Lahore’s environment, ecology: PM
-
Aseefa sustains ‘minor’ injuries after drone camera strikes her
-
Grief, sorrow in Qissa Khwani bazzar as funeral prayers of blast victims offered
-
65 suspects held during search operation
-
PM grieved over Warne’s death
-
Economic Affairs Minister assures to provide resources for promotion of education
-
Governor, CM, corps commander condole with Koocha Risaldar blast victims’ families
-
20m families to benefit from ‘Ehsaas Rashan Riayat’ initiative