اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي چې د كشمير سټېټ پراپرټې ټولې وسيلې او اثاثې امانت دي چې غوره استعمال سره ئې په امدن كښې ښه اضافه كېدے شي۔ ده دا خبرې په اسلام آباد كښې د كشمير سېټېټ پراپرټي ډيپارټمنټ د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د د كشمير او ګلګت بلتستان چارو د وزارت سېكتر طارق محمود پاشا٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو د وزارت جوائنټ سېكتر او د كشمير سټېټ پراپرټي چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كشمير سټېټ پراپرټي د اربونو روپو كمرشل٬ د استوګنې او زرعي اثاثې لري او د دې ښه امدن ترلاسه كېدے شي خو افسوس چې د تېر وخت حكومتونو په وخت كښې د دې اثاثو حفاظت او انتظام ته پام نه دے شوے او د زياتره پراپرټې نه ډېر محدود امدن ترلاسه كېږي۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د اړوند چارو نه خبر كړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
COVID-19 claims six more lives, 37 new infections in RWP
-
Minister pays surprise visit to hospitals
-
151 girls abducted from Sargodha recovered, police informs SC
-
Neelam Muneer all set to shine in her upcoming drama serial
-
Hyundai Nishat Motor introducing STARIA in Pakistan
-
Kifalat Card distributed among 101,661 families
-
Registration of crimes be ensured in all cases: IGP
-
Most parts of Balochistan facing drought: Sanjrani
-
No-trust threat: PM advised to ‘engage’ with Jehangir Tareen
-
CM Balochistan tests positive for COVID-19
-
Punjab government performance far better than Sindh govt: Sadaqat Abbasi
-
Police assures foolproof security arrangements for cricket matches between Pak/Aus