واشنګټن 09 اکتوبر (اے پي پي) نړيوال بانك مالياتي استحكام لپاره د پاكستان د نوي حكومت په مني بجټ كښې د شوو اقداماتو تائيد كړے ۔نړيوال بانك تېره ورځ په خپل يو راپور كښې د پاكستان د نوي حكومت لخوا په مني بجټ كښې د مالياتي استحكام لپاره د شوو اقداماتو تائيدولو سره وئېلي دي د مالياتي څانګې او د كرنټ اكاؤنټ خسارې پشمول د ميكرو اكنامكس په اړه ناهموارۍ په واجباتو كښې اضافه كړې چې په سباؤن كښې يې په معاشي پرمختګ آغېز كېدې شي۔د پاكستان په اړه د بانك په دوهم شپږ مياشتني راپور كښې وئېلي شوي د پاكستان حكومت مالياتي استحكام لپاره په مني بجټ كښې په سم پلو د لنډې مودې اقدامات كړې خو د مالياتي استحكام لاره پائيداره جوړولو لپاره ټېكس اېډمنسټرېشن او د ټېكس پالېسي د مالياتو د مركزيت نشت والې ٬د سركاري خزانې كنټرول لپاره د قانون سازۍ ډهانچه او د اخراجاتو په اړه د كاركردګۍ بهتر كولو په لړ كښې د اضافي مداخلې په بنياد اقداماتو ته اړتيا ده۔راپور كښې وئېلي شوي د پاكستان د قامي بجټ خساره پھ محصولاتو كښې په مطلوبه اضافه كښې د ناكامۍ او د اخراجاتو زياتېدو له امله پرله پسې زياتېږي۔دې سره سره په لويه پېمانه كرنټ اكاؤنټ خسارې هم هېواد لپاره مالياتي خطرات زيات كړي۔په راپور كښې د دې خبرې په خاص توګه ذكر شوې چې د توان د څانګې قرض او بېړنې مالياتي صورتحال پرله پسې زياتېږي كوم چې په عام توګه سي پیك سره د تړلو پروژو په اړه د سرمايه كارو د ضمانتونو باعث دې
متعلقہ مضامین
-
Justice Ayesha’s elevation case: Lawyers boycott courts in protest
-
Father kills his teen girl in Karachi
-
In 2020-21, FBR collected Rs4,745b tax: finance ministry
-
ASI, family also died in Murree whiteout
-
FESCO adopts new ways to facilitate consumers
-
Death and despair
-
FM leaves for Romania, Spain on official visit
-
Tanzania’s Navy Commander visits NHQ
-
Stop doing politics on tragedies: govt to opp
-
Number of hospitals to be increased 1000 under ‘Sehat Sahulat program’ by March: CEO
-
Lahore reports 21 fresh Omicron cases
-
Javed Iqbal appreciates excellent performance of NAB Lahore