اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي حكومت په وړومبنو 9 ورځو كښې تاريخي كارونه كړې ٬ اپوزېشن د صدارتي ټاكنو په اړه ښه كردار ترسره كړې٬د اقتدار د انتقال د مهم پړاؤ په ترسره كېدو پاكستاني اولس له مباركي وركوم٬د وزيراعظم هاؤس د اربونو روپو ګاډي خرڅولې شي٬وزيراعظم د خپل ځان لپاره د وړوكي كور انتخاب كړې٬په اقتصادي مشاورتي كمېټۍ كښې لويې لويې خلق شامل كړی شوي٬كومه اقتصادي ډله چې جوړه كړې شوې په دې كښې راتلونكې نوبل انعام لپاره نومولې شوي كسان شامل دي٬په رياستي مېډيا مو سينسرشپ ختم كړې٬د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې په يوه ورځ كښې 15 لكه بوټي نال كړې شوي ۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو او اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ډاكټر عارف علوي د عمران خان هغه وخت ملګرتيا كړې وه كله چې تحريك انصاف يو وړوكې شان ګوند و٬هغه نظريې سره ثابت قدم پاتې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د بدلون د سفر مهم پړاؤ د ډاګټر عارف علوي په مشرۍ كښې روان دې٬نن ماحول ډېر ښه و٬دا وئېل سم نه دي چې د اپوزېشن اتحاد تحريك انصاف ته ګټھ رسولو لپاره مات شوې دا منفي سوچ دے۔وفاقي وزير ووئيل د واكمن ګوند او اپوزېشن پشمول دريو واړو ګوندونو انتخابي كمپائن چلولې۔فواد چوهدري ووئيل د عمران خان په ډله كښې هغه خلك شامل دي چې ورسره به معلومه شي چې په دوي كښې څومره زور دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په حكومت تنقيد كول د مېډيا حق دے٬كه مېډيا تنقيد ونه كړي نو څوك به يې كوي۔وفاقي د اطلاعات وزير ووئيل پريكړه اولس ته كول دي چې حكومت كار كوي يا مېډيا يوازې تنقيد خپروي۔ده ووئيل حكومت به خپل كار روان ساتي٬مېډيا كه مثبت تنقيد كولو نو مونږ به يې هركلے كوو۔له بلې خوا پي ټي وي سره په خبرو كښې د صدارتي كانديد په اړه د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد شاه بيان په اړه د اطلاعات وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د وزيراعظم د ټاكنې په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سياسي ګوندونو سره د ايجنډې جوړولو پريكړه كړې وه نو د پيپلز ګوند لارښود خورشيد شاه له هم ورغلې ؤ او هغه وخت تحريك انصاف او نورو سياسي ګوندونو د اولس مشرۍ ټاكنې لپاره كوم كانديد نه ؤ وړاندې كړې٬ ده ووئېل خورشيد شاه ته مو وئېلي وو چې اولس مشرۍ لپاره متفقه كانديد راوستل كېدې شي خو چې كومه خبره سيد خورشيد شاه اوس كوي زه پرې پوهه نه شوم۔فواد چوهدري ووئيل هغه وخت ټي وي چينلو د ده كورېج نه كولو كېدې شي ځكه ده دا خبره كړې وي۔وفاقي وزير ووئيل د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې برخه اخستل د هر يو سياسي ګوند حق دے خو مېډيا په دې خبره بيا بيا اسرار كولو چې بايد اپوزېشن ګوندونو يو كانديد راوستې ؤ
متعلقہ مضامین
-
PNS ALAMGIR visits Port Aksaz Turkey to participate in drills
-
Five model panagahs’ set up in Capital
-
Shehbaz Sharif calls EVMs “Evil Vicious Machines”
-
Two killed in road accidents
-
Bunkers to be constructed along LoC to save civilians
-
Third testimony in favour of Nawaz
-
PM to launch today portal for automation of power of attorney for overseas
-
China, Pakistan sign MoU in training medical and engineer personnel
-
President for promotion of virtual education
-
Khuli kacheries to address public grievances
-
Written judgement issued by SC on women inheritance
-
Govt making all-out efforts to control inflation: Ghulam Sarwar