اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پي ټي آئې په سوشل ميډيا ډله تورونه لګول سم نه دي ٬ نوې پاكستان به په رويو كښې د بدلون څخه جوړېږي۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د سناتورې قرۃ العین د اولسي اهميت د معاملې ځواب وركولو سره شاه محمود قرېشي ووئيل د سناتورې ځېنې خبرې سمې دي٬ د پي ټي آئې په سوشل ميډيا ډله تورونه لګول سم نه دي٬ بې بنسټه څيزونه خپرولې كېږي٬ تهمتونه لګول سم نه دي٬ مونږ له به خپلې رويې بدلول وي٬ ده ووئېل نوې پاكستان به د رويو بدلون سره جوړېږي ۔ د دې نه وړاندې سناتورې قرۃ العین د اولسي اهميت په معامله ووئيل چې په سوشل ميډيا د غلطو معلوماتو خپرونكو په ضد كاروائي پكار ده ٬ د پاك پتن ډي پي او اخوا كولو پحقله په سوشل ميډيا ډېر څه چلېږي د دغې سپيناوې نه دې شوې او نور هم ځينې پېښې رامخې ته شوې ٬ دې ووئېل بايد دا معامله د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي ځكه چې د احتساب پېل د حكومت نه پكار دے
متعلقہ مضامین
-
ADB to give $600m for Pakistan’s social protection programme
-
Rs 821bn recovered since inception: NAB
-
Canadian author loses defamation case over allegations of Pakistan links with Khalistan Referendum
-
Sindh govt should hold laborer census: Abro
-
Child Protection Bureau reunites over 1,000 children with families
-
EPI receives 23 vaccination vans from UNICEF
-
Event fails to equate terror with Afghanistan; two different statements issued at end of moot
-
EU must play role for Afghan stability and peace: Fawad
-
Bilawal Bhutto will meet PDM President Maulana Fazlur Rehman today
-
Opposition will continue struggle till PM’s ousting, says Hamza
-
Admin sets up DC counters to provide relief to citizens
-
Pakistan seeks urgent release of Afghanistan’s frozen assets