اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري وئيلې دي په ما چې د كوم د باور څرګندونه شوې هڅه به كوم چې د ھغې خيال وساتم ٬هيله ده چې د بلوچستان محرومۍ به لرې كړې شي او سي پېك كښې به بلوچستان له ِخپله برخه وركړې شي٬ مونږ به خپل مرور بلوچ روڼه قامي چوكاټ ته بېرته راولو۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ د دوهم سپيكر په توګه د سوګند پورته كولو نه پس خبرو ده ووئيل د قامي اسمبلۍ د ټولو غړو چې پكښې اتحاديان هم شامل دي مننه كوم۔ ده ووئيل د مولانا اسد محمود هم مننه كوم چا چې زما مقابله وكړه او په دوېم لمبر پاتې شو۔ ده ووئيل په خاص توګه د تحريك انصاف د چيئرمېن عمران خان مننه كوم چا چې بلوچستان څخه زما انتخاب كړې چرته چې څښلو پاكې اوبه هم نشته۔ ده ووئيل د ټاكنو په ورځ په كوئټه كښې 41 كسان شهيدان كړې شوې خو د ېرې نه غېر ووټ اچولو سره اولس د دښمن منصوبه ناكامه كړې۔ ده ووئيل بلوچستان 44 فيصده رقبه لري او لوي څښتن ورته ډېر قدرتي وسائل وربخښلي دي۔ ده ووئيل بلوچستان تل لكه د يوې كالونۍ كارولې شوې مونږ به بلوچ قام ته خپل حق وركوٶ او هلته به امن راولو۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د مذهب په نامه كركه خپرولې شي مونږ به په خاص توګه بلوچستان ته پاملرنه كوٶ او دا به د معيشت دروازه جوړو٬ د صحت بنيادي آسانۍ به وركوٶ٬ د اتم اګست د وكيلانو قيادت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل يو نوې بلوچستان به جوړېږي٬ په سي پېك كښې به بلوچستان ته خاص پاملرنه كولې شي٬ زه به د خپلې صوبې حقونو لپاره جنګ كوم
متعلقہ مضامین
-
SC questions PM over peace talks with TTP
-
Afghanistan — Give Peace a Chance
-
US chargé d’ affaires highlights Pak-US military ties
-
CM inaugurates gravity water supply scheme project
-
Free-of-charge, prompt justice top priority: President Alvi
-
Retailers to be registered in 30 cities under Ehsaas Rashan Riayat
-
Control inflation or go home: Bilawal to PM
-
MERC delegates visit rescue headquarters and academy
-
25 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
President, PM, Fawad, others condole demise of Sheikh Rashid’s brother
-
Pakistan Navy Ship conducts rescue operation in North Arabian Sea
-
World urged to take notice of Indian forces’ barbarity