اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) لنډمهاله خارجه وزير عبداللہ حسېن هارون وئيلي دي چې د چائلډ لېبر خاتمه د كال 20-2016 لپاره د پاکستان کنټري پروګرام په ترجيحاتو كښې شامل ده٬ ټولو صوبو د چائلډ لېبر خاتمه باروي كولو لپاره اضافي قانون او انتظامي اقدامات كړې دي۔ د نهې په ورځ د چائلډ لېبر خاتمې نړيوالې ورځ په موقع خپل يو پېغام كښې لنډمهاله خارجه وزير ووئيل چې دا ورځ په قامي او نړيواله كچه ډېر اهميت لري ٬ دا ورځ مونږ ته د ټولو ماشومانو د حقونو د تحفظ ٬ ودې او د چائلډ لېبر بشپړه خاتمې لپاره د عزم تجديد موقع وركوي٬ دا مقصد ترلاسه كولو لپاره تعليم ٬ نيو ټرېشن ٬ هېلت كېئر٬ ووكېشنل ټرېننګ ٬ د روزګار موقعې او د سماجي تحفظ په څانګو كښې په مرسته اډانه اقداماتو ته اړتيا ده ٬ ده ووئيل دا ډول سرمايه كاري به زمونږ د ماشومانو د غوره سباٶن ضانت دې۔ خارجه وزیرمونږ د ماشومانو پحقله د پاكستان د حكومت د اقداماتو په ملاتړ د ملګرو ملتونو او د دې د خاص ادارو كردار تسليموٶ۔ ده ووئيل پاکستان د چائلډ لېبر پحقله د ماشومانو د حقونو او د آئي اېل او د مهم كنونشنز فريق دے ۔ ده ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې د ماشومانو اصل ځائ د كار ځائ نه بلكې سكولونه دي ۔ په دې موقع مونږ د پاكستان د ټولو ماشومانو د تحفظ او د دوي د خېرښګړې د عزم پخلې كوٶ
متعلقہ مضامین
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’
-
Army top brass vows to thwart all threats to country’s security
-
55 Years of Excellence
-
ILF concludes with stimulating discourses and book launches
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Covid-19 national positivity ratio stands at 1.16 percent
-
Ashrafi welcomes agreement with TLP
-
Punjab records 462 new cases of dengue fever
-
Step up climate change efforts or face consequences, warns UN
-
Fawad concerned over frequent criminal incidents in Sindh
-
Sindh govt responsible for hike in sugar, flour prices: Fawad