اسلام آباد ۔18مئی (اے پی پی) د سېنېټ د داخله چارو د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك وئېلي دي ټول قام د شهيد كرنل سهيل عابد په قربانۍ وياړ لري او د هغه شهادت ته سلام كوي۔د هېواد حفاظت له د خپل ځان قرباني وركولو سره هغه ترهه ګرو له دا پیغام وركړې چې د هېواد حفاظت له به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه شي كولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د شهيد كرنل سهيل عابد پھ قبر فاتحه خوانۍ نه پس وكړه۔ده د هغه په قبر د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه يې وكړه۔ده وئيل پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي۔د پاك پوځ په قربانيو ټول قام وياړ لري او د پاك پوځ قربانۍ او وينه به بې ضائع نه ځي۔ده ووئيل د دښمن په ضد يو موټې كېدو ته اړتيا ده ۔د سياسي قيادت دا فرض دي چې د اوسني حالاتو په تناظر كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ا ودرېږي٬ ده ووئېل ترهه ګر نه يوازې د هېواد بلكې د انسانيت هم دښمنان دي٬هغوي له ماتې وركول قامي فريضه ده۔سناتور ملك ووئېل په بلوچستان كښې په ترهھ ګرۍ كښې بهرني لاس ككړ دي كوم چې د هېواد امن او پرمختګ په لاره كښې خنډان دي۔ده ووئيل دښمنان به په خپل ناوړه مقاصدو كښې چرې هم بريالي نشي۔رحمان ملك په دې لړ كښې په سېنېټ كښې د قرارداد وړاندې كولو هم لوظ وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
EBM acknowledged as ‘best place to work’ in Pakistan
-
PM performs Umrah; prays for peace in Pakistan
-
10% states responsible for 80% world emissions: PM
-
Pakistan desires to maintain long-term multi-domain ties with Canada: COAS
-
Pakistan outshine Kiwis, make nation proud
-
Fatima Fertilizer addresses climate change at Expo 2020 Dubai
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
TLP to be dealt with an iron hand
-
Military dignitaries witness Exercise ‘ACES Meet 2021-2’
-
Early diagnosis a key to reducing Pakistan’s breast cancer rate: Begum Alvi
-
Petroleum prices likely to go up by Rs8/litre
-
Third int’l PACES Competitions to start by Nov 1: ISPR