اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي عباسي وئېلي دي پاكستان كښې معيشت٬انرژي٬د موټروېز پشمول د اولسي خذمت په هره پروژه د محمد نواز شريف او د مسلم ليګ(ن)ټاپه لګېدلې ده ٬مسلم ليګ(ن)عمر له د خذمت او شرافت سياست كړی٬زمونږ سيالي د هغې ګوند سره ده څوك چې كنځلې كوي او د تورونو لګولو سياست كوي٬د پاكستان اولس به د تورونو سياست كاميابۍ له ورنه كړي٬د 2018 په ټول ټاكنو كښې به اولس د تېر ځل نه هم زيات پھ مسلم ليګ(ن)او نواز شريف د باور څرګندونه كوي٬په راروانو ټول ټاكنو كښې به د بل چا نه يوازې د پاكستان د اولس پريكړه كوي۔ده د جمعې په ورځ د كهوټه په نړھ سيمه كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔پھ دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬وفاقي وزير حافظ عثمان٬اېم پي اے ثوبيه انور ستي٬راجه صغير احمد٬بلال يامين ستي٬برېګېدېئر(ر)جاوېد ستي او د بېلو يونين كونسلز چيئرمېنانو او د سيمې سپين روبوغونډه كښې كډون كولو۔وزيراعظم ووئيل ما غوښتل چې د بزرګ او دوست كرنل(ر)يامين ستي اروښاد سيمې ته راشم او د هغه د قبر زيارت وكړم۔زمونږ د دوي سره د 30 كالو روابط وو٬مونږ سياسي مزل په ګډه كړی دې۔ده ووئيل د نړھ خلق د مسلم ليګ(ن)سره مينه لري او ځكه بيا بيا مسلم ليګ(ن)كاميابوي۔ ده ووئېل مونږ هڅه كوو چې پھ كومه مينه د سيمې اولس ټاكلي يوو په هغسې اخلاص د اولس خذمت وكړو۔وزيراعظم ووئيل نن 17 كاله پس هم خلق كرنل يامين يادوي٬كونسلر راجه پهلوان ارواښاد څوك به چې پھ يوه پښه دې غريزو سيمو كښې ګرځېدو چرته چې ځوانان هم نشو تللې۔كرنل يامين ارواښاد د دې سيمې ډېر خذمت كړی۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د دې سيمې د نرتوب او د همت روايات نن هم ژوندي دي۔د دې سيمې يو پوليس مظهر ستي پھ هېواد ځان قربان كړی٬كهوټھ د شهيدايانو غازيانو خاوره ده٬داسې يوه معركه نشته چې پكښې د كهوټه خلقو قرباني نه وي وركړی۔ده ووئيل د دې سيمې خلق كله هم په شا نه ځي او نه مېدان پرېږدي۔د سياست پھ مزل كښې راسره د روانو خلقو مننه كوو۔ده ووئيل د لوي څښتن احسان دے چې د نړھ كهوټه پشمول د پاكستان كومې هم سيمې ته لاړ شوو د اولس د خذمت كار صرف د مسلم ليګ(ن)او نواز شريف ښكاري۔ده ووئيل د برېښنا پروژو ګاز٬موټروېز٬د كارخانو پشمول چې كوم هم د خذمت كار دے پھ هغې د نواز شريف او د مسلم ليګ(ن)ټاپه لګېدلې ده۔ ده ووئېل دا هغه جذبه ده چې كومې سره مسلم ليګ(ن)د 2013 په ټول ټاكنو كښې مېدان ته دانګلي وو٬اوس بيا په 2018 كښې د اولس د پريكړی وخت راغلې۔پريكړه به پخپله اولس كوي۔وزيراعظم ووئيل پھ نړھ كښې 100 فيصده د برېښنا فنډز جاري شوي ٬مونږ پرمختيائي كارونه شاته كړی نه دي ځكه چې د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو فرض وي چې د سيمې پرمختګ له كار وكړي
متعلقہ مضامین
-
Eco-changes Severely impacts on agricultural sector: Fakhar Imam
-
ITP to depute 480 policemen for Eid Milad processions
-
Zameen.com holds property sales event in Islamabad
-
COVID-19 claims 12 deaths, 554 new cases in a day
-
AIOU extends admission deadline until Oct 28
-
Uswa-e-Rasool (SAW) a role model for Muslims: speaker
-
Nation to celebrate Eid Milad today with religious zeal
-
Global handwashing day commemorated
-
Govt won’t oppose cryptocurrency investments in country, NA told
-
NCOC records 1.4% COVID-19 positivity ratio as Pakistan achieves milestone of vaccine doses
-
BLA commander among six terrorists killed in Harnai
-
NAB implementing policy of ‘accountability for all’: chief