جدہ 26 اپرېل (اے پي پي) امام کعبه عبدالرحمان السدېس وئيلي دي سعودي عربستان د اعتدال پسندۍ او په سوله ايز ډول يو بل سره د ژوند كولو تصوراتو ته وده وركوي٬ سعودي د اسلامي نړۍ اتحاد٬ د مكې مكرمې او مدينې منورې د مقدسو ځايونو ساتلو او ترقۍ كښې مركزي كردار لوبوي٬ اسلام هر ډول ترهګري رد كوي٬ په دې لړ كښې اسلامي هېوادونو كښې ميډيا له خپل كردار ترسره كول پكار دې۔ د كعبې امام دا خبرې د قامي خبر رسنې ادارې منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاكستان ميديا پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې په مدينه منوره كښې ھغوي سره ملاقات كولو۔ د حرمېن الشریفېن عمومي صدر او د كعبې امام ووئيل مونږ ټولو له په هر ډول د اسلام دفاع لپاره كار كول دې او ترهګرو ته د اسلام يرغمالولو هېچرې اجازه وركول پكار نه دي۔ د اسلامي ميديا پحقله ده ووئيل د اسلامي هېوادونو د خبريالانو مهمه ذمه واري جوړېږي چې ھغوي د رښتينې اسلام دفاع وكړي كوم چې ترهګري رد كوي او د امن او زغم درس وركوي۔ ده ووئيل خادم الحرمېن الشریفېن او سعودي سلطنت به تل د حج او عمره كوٶنكو خدمت كوي ځكه چې مونږ د لوي څښتن د مېلمنو خدمت خپله وړومبنۍ وظيفه ګڼو۔ شېخ عبدالرحمان السدېس ووئيل پاكستان او سعودي قوي اتحاديان دي او دواړه د اسلامي نړۍ اثاثه دي۔ ده ووئيل د اسلام رښتنې پېژندګلې تل د امن ٬ ورورولۍ او اعتدال پسندۍ درس وركوي او اتنها خوښي او ترهګري بېخي رد كوي۔۔ د كعبې امام د اسلامي نړۍ مرستې لپاره د پاكستساني حكومت د كردار ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان تل د اسلامي نړۍ د مسئلو په ملاتړ كښې وړاندې وړاندوالې كړې۔ ده ووئيل پاکستان او سعودي تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ مقاصدو ملاتړ پكار دے او د حرمېن الشریفېن او د مسجد اقصیٰ ساتنه پكار ده ۔ ده ووئيل خادمېن الحرمېن الشریفېن باچا سلمان د لوي څښتن د مېلمنو خدمت لپاره د الٰهي رضا په خاطر تل ګامونه پورته كړې۔ ده ووئيل څوك چې په اسلامي نړۍ كښې فتنه پېدا كول غواړي ھغوي به ماتې سره مخ كېږي ځكه چې د پاکستان او سعودی عرب مشران فساديان د پښو لاندې كولو بصيرت ٬ جرآت او طاقت لري۔ شېخ عبدالرحمان السدېس پاكستان او د سعودي سلامتيا او د دواړو قامونو پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د كعبې امام پاكستان او اولس سره د مينې څرګندونې لپاره په اردو ژبه كښې پاكستان زنده باد ووئيل
متعلقہ مضامین
-
Ehsaas utilized 100% of its budget in two consecutive years
-
Money laundering case against Khawaja Asif adjourned without any proceedings
-
Govt’s tough economic decisions yielding positive results: Shehryar
-
Bostan-Kolpur shuttle train launched to boost tourism
-
Govt to spend Rs14 bn on artificial insemination to replace local breeds with super breed
-
Covid-19 outbreak affected efforts of polio eradication in 2020 — Unicef report
-
Former MPA Rasheed Bhatti meets minister Fawad
-
Punjab CM’s staff officer takes his friends on joyride in govt helicopter
-
Sindh govt says not in a position to host Afghan refugees again
-
NIH issues seasonal alert on epidemic-prone infectious diseases
-
‘Pakistan-China relationship is a factor for stability in region, beyond’, says Ambassador Haque
-
PTI Government put economy in right direction: Fawad