اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په پی اېس ایل کولو ترهه ګرۍ ماتې خوړلې او امن ته ګټه رسېدلې، پاکستان كښې د نړيوال کرکټ بحاليدو درناوے د ټورنامنټ دے، د اولس بشپړه ګډون سره نړۍ له دا پیغام وركړې شوې چې پاکستانیان امناك او لوبو سره مينه لرونكې دې۔ ده دا خبره په ایوان صدر كښې په پی اېس ایل كښې كاميابي ترلاسه كونكې ډلې او د مینجمنټ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل پھ ورح د سیّد علی رضا نقوی په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د کرکټ بحالیدو سره به د لوبو صنعت ته هم وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د لوبو ودې سره به معیشت لا ښه شي، په خاص توګه د لوبو سامان جوړونكې صنعت كښې به د روزګار موقعې راپیدا شي۔ده ووئيل لوبو كښې زغم او سپورټس مېن سپرټ ته اړتيا ده او لوبغاړې دې په خپله کارکردګۍ چرې هم غرور ونه كړي دې سره د زوال لارې پرانستې كېږي۔ ده ووئيل لوبغاړي دې خپل فټنس ته پام لرنه وكړي او غیر ضروری هلو ځلو څخه دې ځان وساتي۔ ده لوبغاړو له مشورہ وركړه چې لوبغاړې د مصباح او یونس غوندې روایتی حریفانو له ماتې وركړي۔ په دې موقع كاميابي ترلاسه كونكې کپتان مصباح الحق او د اسلام آباد ډلې انتظامیې عهدیدارو د اولس مشر مننه وكړه او عزم ئې څرګند كړو چې د قامی بيرغ هسكولو له به ټول صلاحیتونه كارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Vladimir Putin will not visit Pakistan in July: FO
-
PM urges international institutions to act against India over terror financing
-
Qureshi regrets world’s inaction despite evidence provided against India
-
Summer in capital fragrances with mangoes’ aroma
-
Senior citizen spends pension on free distribution of plants to make air clean
-
BankIslami Pakistan Limited — PSX Gong Ceremony
-
NAB summons 4 PPP lawmakers in NICVD scam on 12th
-
President cautions of ‘unrest in India’ if persecution of Muslims continues
-
Electricity supply to Makran Division from Iran suspended
-
PML-N ruined textile sector, says Farrukh
-
Naya Pakistan Housing Authority to introduce free online form submission facility
-
Army to be deployed during AJK polls