كوئټه 07 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به د خالي پھ ورځ د بلوچستان خاران سيمه كښې یك مچ۔ خاران سترې لارې د بنياد تيګه ږدي او خضدار۔ شهداد كوټ سترې لارې پرانسته به كوي،دواړه پروژې بلوچستان كښې د روډ نيټ ورك ښه كولو حكومتی پروګرام برخه ده۔تفصیلاتو له مخې 200 كلو میټر اوږد یك مچ۔ خاران سیكشن د صوبې په لرې پرتو كښې دې كوم چې درې مهمې ضلعې چاغی ، واشك او رخاران خپلو كښې تړي۔ یك مچ۔ خاران سیكشن كراچۍ د ایران پولې سره د (این۔25) تړلو لنډه لاره ده دې سره به 250كلو میټره څخه زياتمزل كم شي۔ دې پروژې څخه چې كومې ضلعې مستفید كېږي كښې هغه زيات مقدار كښې قدرتی معدنیات لري او په دغې سيمو كښې د رابطو ښه والې سره به د معاشی پرمختګ رفتار تند شي۔ د یك مچ۔ خاران سترې لار به په څلور سیكشنو كښې بشپړولې شي۔د دې پروژې بشپړيدو سره به بسیمه ، خاران ، یك مچ ، نوكنډی ، طافتان او نوشكی 10لكھ څخه زياته آبادی استفاده وكړي۔ د دې سترې لارې بشپرولو له به په ترجیحی بنیادونو انتظامات كولې شي۔بل خوا خضدار۔ شهداد كوټ ستره لاره مهمه پروژه ده كومه چې بلوچستان او سندھ ترمينځه د رابطې ذريعه ده، 151كلو میټره دا سړك به د وانګو هل په شان غريزه سيمو كښې تيرېږي كوم چې د و این ایچ اے لپاره د يو چیلنج حیثیت لرلو، د دې پروژې بشپړيدو سره به تجارتی هلې ځلې زياتې شي چې له امله به ئې د سيمې معاشی حالت ښه شي۔خضدار۔ شهداد كوټ ستره لاره د ګوادر۔ رتو ډیرو موټر وے (اېم۔ 8 ) مهمه برخه ده، د دې پرووې غوره خصوصیات دا دي چې دا لاره د بلوچستان او سندھ ترمينځه د رابطې مهمه ذریعه ده ، په دې به 15 اربه روپۍ لګښت راځي۔بلوچستان د رقبې په اعتبار سره د پاكستان تر ټولو لويه صوبه ده او دا صوبه هر ډول معدنیات لري۔ د دغې قدرتی وسائلو څخه استفاده كولو لپاره نېشنل هائی وے اتھارټی صوبه كښې د سړكونو كار ته خاص پام لرنه كړي۔ نېشنل هائی وے اتھارټی د سی پیك ویسټرن روټ زر تر زره بشپړولو له لوظي دې۔
متعلقہ مضامین
-
President for probing 700 Pakistanis in Pandora papers; questions rationale of tax havens
-
Ruet-e-Hilal Committee to meet today for Rabi-ul-Awwal moon sighting
-
Fawad welcomes e-sports tournament, stresses further promotion of such events
-
Pakistan records less than 1000 coronavirus cases for the first time
-
ISI Chief Faiz Hameed called on PM Imran Khan
-
Chinese FM calls for joint efforts to tackle terrorism
-
UN terms Ehsaas as international best practice
-
Billion Tree Tsunami promotes ‘green entrepreneurship’ for women, youth
-
Karachi police arrests two ‘most-wanted’ suspects
-
Attack on my house was an attempt to harass Opposition: Khurram Dastgir
-
Ministry awards licences for oil, gas exploration in Attock, Loralai
-
FIA vows to make cyber space a safer place